1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «سي – واچ» کښتۍ کپتانې له خپلې کړنې دفاع وکړه

۱۳۹۸ تیر ۱۰, دوشنبه

د «سي – واچ ۳» کښتۍ د کپتانې د نيول کيدو په تړاو د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير پر ايتالوي چارواکو نيوکې کړي دي. کارولا راکيته بايد د سه شنبې په ورځ قاضي ته حاضره شي.

https://p.dw.com/p/3LP9Y
Italien Rettungsboot Sea-Watch 3 im Hafen von Lampedusa | Carola Rackete, Kapitänin
انځور: Reuters/G. Mangiapane

د آلمان جمهور رئيس فرانک والتر شتاين ماير وويل: «کيدای شي چې د ايتاليا حکومت د دې له پاره مقررات ولري چې کله يوه کښتۍ يوه بندر ته د داخليدو اجازه لري.» هغه زياته کړه خو ايتاليا د اروپايي ټولنې د منځ يو هېواد دی او د دې ټولنې له بنسټ ايښوونکو څخه دی. شتاين ماير د آلمان له دويم تلویزيون سره په خبرو کې هغو ۴۰ مهاجرو ته په اشارې سره چې له ۱۷ ورځو راهیسې د «سي – واچ» په نوم مرستندويه آلمانۍ کښتۍ کې بند پاتې ول، وويل چې له همدې کبله سړی د ايتاليا په څېر يوه هېواد څخه تمه لري چې «د دې ډول قضیې سره بايد بل ډول چلند شوی وای.»

ولسمشر د «سي – واچ ۳» د کپتانې کارولا راکيته دفاع وکړه: «څوک چې انسانان ژغوري هغه جنايت کار نه شي کيدلی.» شتاين ماير په خپلو خبرو کې وويل چې د دې قضيه سره سره به هم له افريقا څخه انسانان که چېرې په شمالي افريقا کې وضعه آرامه نه شوه، له مديترانې څخه تیريږي.

شتاين مایر په مديترانه کې د انسانانو مرگ ته د يوه اروپايي غبرگون او ځواب غوښتونکی شو. هغه وويل: «لا ډېر څه باید وشي. اروپا بايد يو لا قوي رول ولوبوي.»

د «سي – واچ ۳» کپتانه کارولا راکيته به د سه شنبې په ورځ د قاضي مخې ته حاضره کړای شي. داسې تمه کيږي چې د نيول کيدو امر به یې تائيد شي. اوسمهال نوموړې نظر بنده ده. د رسنيو په حواله د ايتالیا د قوانينو پر اساس هغې ته تر لسو کالونو بند سزا گواښ متوجې دی.

کارولا پر خپله پريکړه ولاړه ده

د کارولا راکيته د وکيل په حواله هغې پرته له اجازې د لامبیدوزا بندر ته د خپلې کښتۍ د داخلولو له خپلې پريکړې څخه دفاع کړې ده. د نوموړې وکيل الیساندرو گمبيريني د آلمان خبري آژانس ته وويل چې وضيعت ډېر خراب وو او د کارولا هدف دا وه چې ناهیلي شوي مهاجر له کښتۍ څخه کښته شي.

Das Rettungsschiff der deutschen Hilfsorganisation Sea-Watch hat im Hafen der italienischen Insel Lampedusa angelegt
د «سي - واچ» کښتۍ ژغورل شوي مهاجر د ايتالوي پوليسو سرهانځور: Reuters/G. Mangiapane

د نوموړې پلار ايکرهرت راکيته د «کوريرر دیلا سیرا» په نامه ايتالوۍ ورځپاڼې ته وويل چې د هغه لور داسې یو کار نه کوي چې فکر یې ورباندې نه وي کړی. هغه تل پوهيږي چې څه کوي او هغه يوه قوي ښځه ده. نوموړي زياته کړه چې دی ډاډه دی چې لور یې په دې پوهيدله چې لمبيدوزا ته ورتگ د هغې له پاره کوم عواقب لرلی شي.

راکیته د شنبې په ورځ د شپې ناوخته د ايتالوي چارواکو پر څرگند ممانعت سربيره خپله کښتۍ د لمبيدوزا بندر ته داخله کړه. پر نوموړې ښايي ډېرې دعوی وشي چې پر نورو سربيره پکښې د غیر قانوني مهاجرت سره د مرستې او د ايتاليا د سمندري حريم د نقضولو دعوا هم ښايي شامله وي.

د ايتاليا د کورنيو چارو د ښي اړخه وزير ماتیو سالويني له پاره وضعه روښانه ده: »د «سي – واچ ۳» کښتۍ له خوا غیر قانوني لنگر اچونه د دې یو ثبوت دی چې سمندري پېښو پر وخت ژغورونکي «جنايت کاران» وي. هغه زياته کړې: «هغوی خپل ماسک ايسته کړی: هغوی جنايت کاران دي.»

دا چې ټول ايتالويان د سالويني سره همنظره نه دي، په روم کې د راکيته سره د يووالو له مظاهرو څرگنده شوه.  له آلمانه هم له نوموړې سره د يووالی يوه څپه وليدل شوه.

bs/nz (dpa, afp)

زموږ له آرشيف څخه: