د سوډان ولسمشر حکومت منحل او بیړنی وضعیت اعلان کړی
۱۳۹۷ اسفند ۴, شنبهد سوډان ولسمشر عمر البشير د اعتراضي پاڅونونو د پراختیا په غبرګون کې د جمعې په ماښام (د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ ۲۲مه) په خپله وینا کې چې د دولتي تلویزون له طریقه خپریدله د یوه کال له پاره بیړنی وضعیت اعلان کړ.
د فرانسې خبري آژانس د شنبې ورځې (د فبرورۍ په ۲۳ نیټه) د رپوټ په حواله البشير چې په خرطوم کې د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه یې خبرې کولی همدارنګه د مرکزي کابينې او ټولو ايالتونو د حکومتونو د منحلولو خبر ورکړی دی.
د دغه رپوټ پر بنسټ د سوډان ولسمشر د دوو فرمانونو په صادرولو سره ۱۶ تنه د پوځ افسران او ۲ تنه د امنیتي ځواکونو افسران د ۱۸ ولایتونو د حاکمانو په توګه معرفي او ګمارلي دي.
البشير ویلي دي چې د حکومت د منحل کیدو سربيره به د کابينې ۵ وزيران پر خپلو دندو باقي پاتې شي. عمر البشير ویلي دي چې سوډان په ستونزمنو او پيچلو شرایطو کې قرار لري او دا د دې هیواد په تاریخ کې تر ټولو خراب شرایط دي. نوموړي اعلان وکړ چې د حکومت له منحلولو سره اراده لري د متخصص او اغیزمنو کادرونو څخه په استفادې له روان اقتصادي بحران سره مقابله وکړي.
په سوډان کې د دسمبر په میاشت کې د سون توکو او خوراکي موادو د بیو په لوړیدو سره اعتراضي پاڅونونه پیل شول، خو اعتراض کونکي په پرله پسې ډول د خپلو سیاسي مطالباتو په ځانګړي توګه د البشير پر لیري کیدو ټینګار کوي.
عمر البشير وروسته له یوه پوځي کودتاه څخه د دریو لسیزو راهیسې د ولسمشر په توګه پر سوډان واکمني کوي. د هغه د ولسمشرې اوسنۍ دوره په ۲۰۲۰ کال کې پای ته رسیږي. البشير مخکې تر دې ویلي وو چې د دې دورې تر پای ته رسیدو وروسته د بلې دورې له پاره د ځان کاندیدولو اراده نه لري.
په دې وروستیو کې د سوډان د ټاکنو یوې پارلماني کمیټې د اساسي قانون د بدلولو د یوې طرحې په هکله خبر وکړ چې د تصویبیدو په صورت کې یي عمر البشیر ته دا امکان ورکول کیږي چې د ۲۰۲۰ م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یو وار بیا ځان کاندید کړي. عمر البشير په خپله تلویزوني وینا کې له پارلمان څخه غوښتي دي د اساسي قانون د اصلاح کولو د بررسۍ له دوام څخه دې صرف نظر وکړي.
د اعتراضونو دوام: تر ۵۱ ډير قربانیان
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ په سوډان کې د دوه نیمو میاشتو راهیسې نږدې هره ورځ اعتراضي حرکتونو ادامه درلوده او په دې وروستیو ورځو کې امنیتي ځوانونو په تاوریخوالي سره دغه اعتراض کونکي سرکوبه کړي دي.
دولتي سرچينو د دغو نا آرامیو د قربانیانو شمیر ۳۱ تنه اعلان کړی دی. په داسې حال کې چې د بشري حقونو سازمان وایي چې د قربانیانو شمیر لږ تر لږه ۵۱ تنو ته رسیږي چې د دوی په منځ کې ماشومان او مرستندویان هم شامل دي.
د رپوټونو په حواله د سوډان امنیتي ځواکونو تر اوسه پورې په سلګونو اعتراض کونکي، د اپوزیسیون سیاسي فعالان او خبریالان نیولي دي او تمه کیږي چې د بیړني حالت په اعلانولو سره به د مخالفينو سرکوب او د اعتراض کونکو پر وړاندې تاوتریخوالی لا زیات شدت ؤ مومي.
سوډان د دریو لسیزو راهیسې د خونړیو داخلي جنګونو او شخړو شاهد دی. پر عمر البشير تور لګول کیږي چې د خپلو مخالفينو په سرکبولو کې د نسل وژنې مرتکب شوی دی او یوې نړیوالې محکمې د هغه د نیولو امر ورکړی دی.