1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوډان راتلونکي به څه ډول کیږي؟

۱۳۹۸ فروردین ۲۳, جمعه

په سوډان کې تر کودتا وروسته پوځي شورا غواړي چې دوه کاله واکمني وکړي. خو مظاهره کوونکي او نړیواله ټولنه بیا ژر د انتخاباتو په پایله کې د یوه ملکي حکومت د رامنځ ته کیدو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/3GgLW
Demonstration Sudan Karthoum
انځور: Reuters

وروسته له هغې چې د سوډان ولسمشر عمر البشیر د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې له واکه ګوښه شو دا پوښتنه مطرح کیږي چې د دغه هیوادو پوځ به تر کومه حده حاضر وي چې په آسانۍ سره له قدرته لاس واخلي. د پنجشنبې په ورځ تر کودتا وروسته تر هغه مهاله د دفاع وزیر او مرستیال ولسمشر عوض ابن عوف، اعلان وکړ چې غواړي د پوځ موقته شورا دوه کاله په واک کې پاته شي.

پر بندیز سربیره مظاهرې

خو د ډیرو مظاهره کوونکو له پاره چې له میاشتو راهیسې په سوله ایز ډول د رژیم د بدلیدو له پاره هڅې کولې، دغه دوه کلنه موده زیاته ده. هغوی د پوځي موقتې شورا پر ځای د یوه ملکي مؤقتي حکومت غوښتنه کوي. په پلازمېنه خرطوم کې یوه احتجاج کوونکي وویل: «زموږ د ورونو وینه باید بې ځایه نه وي بهیدلي.»

په خرطوم کې د پوځ مرکزي مقر مخې ته د پنجشنبې په شپه د شپې له خوا پر بندیز سربیره په زرونو کسان راټول شوي وو. د عیني شاهدانو د وینا له مخې هغوی د «سولې، عدالت او آزادۍ» شعارونه ورکول.

د احتجاجونو غورځنګونه د تیر میلادي کال له وروستیو راهيسي فعاله ول چې لومړی د ډوډۍ او پترولو د سبسایډي د ختمولو له پاره او بیا وروسته د ولسمشر البشیر پر ضد تر سره کیدل. له تیرې شنبې ورځې راهیسې احتجاج کوونکو هره شپه د پوځ د مرکزي مقر مخې ته راټولیدل، څو د پوځ ملاتړ راخپل کړي.

Demonstration Sudan Karthoum
مظاهره کوونکي له واکه د عمر البشیر له واکه د لیرې کولو بریا لمانځيانځور: picture-alliance/dpa/A. Kheir

د بشير د لیرې کیدو څخه یوه ورځ تر مخه پوځ احتجاج کوونکي له امنیتي ځواکونو څخه وژغورل. خو داسې بریښي چې پوځ د یوه ملکي مؤقتي حکومت په هکله کومه لیوالتیا نه لري. ګرځبندیز چې نوې پوځي شورا تر کودتا وروسته په سملاسي توګه نافذ کړ، هدف يي ظاهرا د پوځ له خوا تر لاسه شوی نوی واک له احتجاج کوونکو څخه ژغورل وي.

اروپايي اتحادیې د «باور وړ» پروسې څخه یادونه کړې

د سوډان د احتجاج کوونکو له خوا د یوه ملکي حکومت له پاره د دیموکراتیک بدلون له غوښتنې څخه یو شمیر بهرني استازي هم یوځای شوي دي. د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې فدریکا موګیرني ویلي دي چې یوازې «د باور وړ» سیاسي پروسه د سوډاني ولس هیلې پوره کولای شي. د هغې په خبره په دې موخه بايد ژر یوه ملکي مؤقتي حکومت ته واک وسپارل شي.

امریکا متحده ایالاتو بیا له پوځي شورا څخه غوښتي دي، چې ملکیانو ته په حکومت کې د ګډون اجازه ورکړل شي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې د سوډان ولس باید د خپل راتلونکي رهبرۍ په هکله پریکړه وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش پر دې ټینګا کړی دی چې «د سوډان د ولس دیموکراتیکي هلې ځلې د یوې مناسبې او انتقالي پروسې له لارې عملي شي.» د ګوتیرش د ویاند د معلوماتو له مخې هغه له ټولو ښکیلو اړخونو څخه د آرامه او محتطانه چلن غوښتنه کړې ده.

د جزا نړیوالې محکمې ته د البشیر د سپارلو غوښتنه

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل د جزا نړیوالې محکمې ته د البشیر د سپارلو غوښتنه کړې ده. د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي کومي نایدو، ویلي دي چې دی باید بالاخره «زموږ د وخت د بشري حقونو تر ټولو بدغوني سرغړونې» له کبله د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د جزا نړیواله محکمه د احتمالي جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو او همداشان د احتمالي نسل وژنې د تورونو له کبله دغه ۷۵ کلن تورن کړی دی. البشیر یوازینی ولسمشر وو چې له واکه تر ګوښه کیدو پورې یي نوم د جزا د نړیوالې محکمې په فهرست کې وو.