د سويلي افریقا په یوه نايټ کلب کې ۲۰ مړي موندل شوي
۱۴۰۱ تیر ۵, یکشنبهپه سیمه کې د پولیسو ولايتي ویاند تينبینکوزي کينانا، وويل: «موږ د سينري پارک په نامه په شراب خانه کې چې په ایست لندن کې واقع دی، د ۱۷ کسانو د مړينې رپوټ ترلاسه کړ.» چارواکو بیا وروسته ویلي چې د مړو شمیر اوس ۲۰ تنو ته لوړی شوی دی. د دغه ښار یوه جګپوړي چارواکي وویل چې د مړو شمیر ۲۰ تنو ته لوړ شوی دی ځکه درې تنو یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د پوليسو ویاند زياته کړه چې مړه شوي کسان ټول د اتلس او شلو کلونو تر منځ ځوانان ول او د پيښې په تړاو د دوی تحقیقات ادامه لري.
د شرقي کيپ ولايتي ټولنې او د محافظت ادارې چارواکي اوناتي بينقوس، دغه احتمال چې ازدحام دې د دغو افرادو د مړينې سبب ګرځيدلي وي رد کړ. بينقوس د فرانسې خبري آژانس ته پر ټيلفون وويل: «دا ډيره سخته ده چې باور وشي دا د ازدحام له کبله رامنځ ته شوې پیښه وي، څرنګه چې د مړو پر جسدونو هيڅ ښکاره ټپونه نه دي موجود.»
دسپيچ لایف په نامه يوې محلې ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې د مړو جسدونه پر میزونو، څوکیو او ځمکې پر سر پراته دي، چې د ټپونو کومې ښکاره نښې نلري.» په ټولنیزو رسنیو کې هم خپاره شوي نا تائيدشوي انځورنه ښي چې مړي د نايټ کلب پر ځمکه هر ځای پراته دي او د ټپ ښکاره نښې ورباندې نه لیدل کيږي.
ځايي تلويزیون ښيي چې له کلب څخه بهر د قربانيانو د مور او پلار په ګډون ډير خلک د سیل له پاره راټول شوي دي او پولیس هڅه کوي تر څو د خلکو شورماشور آرام کړي.
بنقوس وويل: «د هغو والدینو اولادونه چې په کورونو کې نه دي ويده شوي دلته راغونډ شوي او غواړي کلوب ته داخل شي تر څو د خپلو دوستانو له حاله ځان خبر کړي.»
د سويلي افریقا دغه ښار چې په نايت کلب کې یې نژدې ۲۰ ځوانان مړه شوي، د هند سمندر په ساحل کې د جوهانسبورګ سويل ته په نژدې ۱۰۰۰ کيلومترۍ کې پروت دی.