د سوني د نړيوالو جايزو له سيالۍ انتخاب سوي انځورونه
د ۲۰۲۰ کال له پاره د سوني انځور اخيستنې نړيوالې جايزې اعلان سوې. په دغو سياليو کي له برخه وال بهترينو انځورونو څخه يو شمېر يې دلته وګورئ چي د بيلو هيوادونو بېل داستانونه بيانوي:
پهلواني، افريقا
په سنيګال او د ګامبيا هيواد په بعضو برخو کي پهلواني تر ټولو محبوب ملي سپورټ دی. حتی تر ۵۰ زرو څخه زيات ليدونکي د پهلوانۍ/ورېسلينګ کتلو ته لوبغالو ته ورځي. اتلان يې مليونران کيږي هم. په دغه انځور کي پهلوانان د داکار پر ساحل خپل تمرينات کوي.
اوکراين، د اورګاډي ښځينه کارګري
په اوکراين هيواد کي د اورګاډو پر عبورځايونو دا ډول ودانۍ درول کيږي چي پکښي يوه ښځينه کارکوونکې مؤظفه وي چي د اورګاډو په حرکت کې مرسته وکړي.
پانګولين، سويلي افريقا
پانګولين د حيواناتو د غير قانوني نړيوال تجارت له سترو قربانيانو څخه دي. اټکل کيږي چي په تيرو لسو کالو کي نژدې يو مليون پانګولين حيوانات په غير قانوني توګه آسيا ته لېږدول سوي.
مقدس زيارت، جاپان
په جاپان کي بودايي او شينتو تر ټولو زيات پلويان لرونکي اديان دي. د دغه اديانو سمبولونه د هيواد په هره سيمه کي موندل کيدلای سي. د شينتو دين د مقدسو ځايونو دا ډول دروازو ته توري ويل کيږي.
مرکزي ساحه، چين
لوپ نور يو وخت د چين په شينکيانګ کي يو مالګينې اوبه لرونکی جهيل ؤ. د ۱۹۶۴ او ۱۹۹۶ کالونو تر منځ د دغه وچ سوي جهيل په ساحه کي اټومي ازموينې تر سره سوې چي له کبله يې دغه مځکه اوس ډېره ککړه ده.
د نيجر سیند دلتا، نيجيريا
د نيجيريا سيند په دلتا کي چي شاوخوا ۷۰ زره مربع کلومتره مساحت لري، تر ۳۰ مليونو څخه زيات انسانان ژوند کوي. د نفتو د سيکتور د راتللو تر مخه دلته بې بها د ايکولوژۍ بېلابېل والی موجود ؤ. خو د ۱۹۷۶ او ۱۹۹۶ کالونو تر منځ نژدې ۱،۹ مليون بېرل نفت په دغه دلتا کي توی کړل سول. دلته اوس د مځکي ګازونه اور اخلي او فصلونه سوځي، اوبه چټلي دي او د انسانانو ژوند اخلاليږي.
مصنوعي اطفال
دغه نانځکه چي طفل ته ډېره ورته ده، په لومړي ځل په ۱۹۸۰ کالونو کي په امريکا کي جوړه کړل سوه. هغوی ته د «reborn» يعني د بيا زېږېدل سوو نوم ورکول سوی دی. دغه نانځکې په ډېر هنر جوړيږي او لوی بازار لري.
د امازون ځنګلونه، برازيل
د ۲۰۱۷ کال د يو راپور له مخي په ياد کال په برازيل کي ۵۷ هغه انسانان ووژل سول چي د کان کيندنې د منفي اغېزو په وړاندي يې د خپلو ټولنو په دفاع مبارزه کوله. د پاڅون د تخم تر عنوان لاندي انځورونو په مرسته هڅه کيږي چي د دا ډول تر ګواښ لاندي سيمو ستونزي نړۍ ته ور وپېژندل سي.