د سولې روان بهیر او په افغانستان کې یې د آلمان پر حضور اغیزه
۱۳۹۷ بهمن ۱۸, پنجشنبهپه افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو تر څه باندې ۱۸ کلن ماموريت وروسته، اوس په دغه هيواد کې له طالبانو سره د سولې د رامنځ ته کيدو په موخه يو لړ تحرکات پیل شوي. د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر دونالد ترمپ، هم د سه شنبې په ماښام په ځايي وخت د دغه هيواد کانګریس ته په خپله وينا کې وويل: «موږ خبرو اترو ته سرعت ورکړی تر څو د امکان په صورت کې په افغانستان کې يو سیاسي جوړجاړي ته ورسيږو.»
هغه زیاته کړه: «د دغو مذاکراتو د پرمختک په صورت کې به موږ دغه راز وشو کړای چې خپل پوځي حضور کم کړو او تر ډيره به د تروریزم پر وړاندې مبارزې باندې تمرکز ولرو.»
په عين وخت کې، د طالبانو له خوا د چهارشنبې ورځې هغه خپاره شوي خبرونه چې په کې ويل شوي د اپريل میاشتې تر پايه به له افغانستانه د امريکا متحده ايالاتو نيمايي ځواکونه وځي، د امريکا دولت له خوا په کلکه رد شوي دي. د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې «د امريکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه مهالويش نه دی ټاکل شوی».
په اعلاميه کې همدا ډول راغلي چې که چيرې طالبان د دې ضمانت وکړي چې له افغانستان څخه به په راتلونکې کې د تروريستي ډلو مرکز نه جوړوي، په هغه صورت کې متحده ايالات چمتو دی چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور د تغيير په اړه فکر وکړي.
تر دې مخکې په قطر کې د طالبانو د دفتر مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د مسکو غونډې په څنډه کې ويلي وو چې امريکايانو په خپلو مذاکراتو کې منلې ده چې له شاوخوا ۱۴ زره ځواکونو څخه به يې نزدې اووه زره ځواکونه له افغانستانه وباسي. خو د مسکو په ناسته کې د طالبان د پلاوي مشر محمد عباس ستانکزي، بيا د مولوي حنفي پرخلاف، په دې تړاو کومې روښانه څرګندونې نه دي کړي.
د افغانستان جګړه د امريکا متحده ايالتونو تر ټولو اوږده جګړه ده. ترمپ په خپله وينا کې په دې اړه وویل: «نه پوهيږو چې دغو خبرو اترو کې به نتيجې ته ورسيږو او که نه، خو پوهيږو چې وروسته له دوو لسيزو اوس د دې وخت رارسيدلی چې لږ تر لږه سولې له پاره هڅې وکړو. مقابل لوری هم دغه باور ته رسیدلی دی.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير هایکو ماس، د چهارشنبې په ورځ په واشنګتن کې د داعش ضد کنفرانس په څنډه کې وويل چې په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو د ځواکونو احتمالي کمښت، «په مطمئنه توګه په افغانستان کې زموږ پر فعاليتونو هم اغيز لري».
د ماس په وينا د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير مایک پومپیو، هغه ته ډاډ ورکړی چې په دې تړاو ټول تحولات به له آلمان سره شريکوي. ماس وويل: «موږ به [په افغانستان کې] د تر ټولو ډير شمير سرتيري لرونکي دوهم هيواد په توګه، ډير ژر په دغو پروګرامونو کې ښکیل شو. خو دې ته په کتو چې موږ لا تر اوسه له دا ډول پروګرامونه څخه اطلاع نه لرو، له دې څخه حرکت کوم چې دغه پروګرامونه لا تر اوسه د امريکا متحده ايالاتو په حکومت کې خپل وروستي پړاو ته نه دي رسيدلي.»
آلمان د ۱۲۰۰ سرتيرو په لرو په افغانستان کې د ناټو د «غوڅ ملاتړ» ماموريټ په چوکاټ کې دوهم هيواد دی چې تر ټولو ډير ځواکونه لري. د دغه ماموريت موخه افغان امنيتي ځواکونو ته روزنه او د سلا مشورو ورکړه ده.