د سولې د بين الافغاني خبرو پر لور لږ پرمختګ ليدل کيږي
۱۳۹۸ اسفند ۲۳, جمعهد افغانستان د ملي امنيت شورا د پنجشنبې په ورځ داسې ويناپاڼه خپره کړې چې د محتوا له مخې يې يو شپږ کسيز حکومتي پلاوی چې د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د هوکړه ليک تر لاسليکېدو يوه ورځ تر مخه قطر ته استول شوی وو، بېرته کابل ته راستون شوی دی.
په ويناپاڼه کې د دې ذکر نه شته چې ګوندې د کابل دغه پلاوي دې له طالب استازو سره ليدلي وي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان په دوحه کې خپل سياسي دفتر لري. د پلاوي اصلي موخه دا وه چې د افغانانو تر منځ «بين الافغاني» خبرو اترو ته يوه اجنډا برابره کړي.
د افغانستان د حکومت يوه وياند د آلمان خبري اژانس ته ويلي دي چې دغه پلاوي انتظار ايستلی وو، خو له طالبانو سره يې کتلي نه دي. بې له دې چې نور جزئيات ورکړي، په ويناپاڼه کې راغلي دي چې حکومت غواړي يو بل پلاوی هم ورواستوي.
وروسته له هغه چې پلاوی کابل ته بېرته راغی، د ملي امنيت د سلاکار، حمدالله محب يو نقل قول د هغه د دفتر له خوا په يوه جلا ويناپاڼه کې خپور شوی دی چې له مخې به يې «افغانستان د دفاع حالت نور پرېږدي که طالبان له خپل تاوتريخجن تعرض څخه لاس وانه خلي.»
د چهارشنبې په ورځ د امريکا متحده ايالاتو اصلي مرکچي، زلمي خليلزاد، هم ويلي دي چې د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي کچه تر اوسه له حده اوړي. د شوي هوکړه ليک په حواله، بين الافغاني خبرې اترې چې په اجنډا کې يې دايمي اوربند هم په نظر کې نيول شوی دی، د دې اوونۍ د پنجشنبې ورځې له پاره پلان شوې وې چې تر مخه يې بايد د کابل د حکومت او طالبانو تر منځ د زندانيانو تبادلې هم پيل شوې وای.
افغان ولسمشر اشرف غني داسې فرمان ورکړ چې د شنبې ورځې وروسته د ۱۵۰۰ طالب زندانيانو خوشې کولو ته لاره هواروي. نور۳۵۰۰ طالب بنديان به د تاوتريخوالي د کمولو په شرط په دويم پړاو کې آزاد شي. خو طالبان بيا تر افغاني خبرو اترو مخکې د ټولو ۵۰۰۰ بنديانو خوشې کېدل غواړي.
Dpa/ns/nz