د سولي شورا او طالبانو استازي پر اوربند سره سلا سوي نه دي
۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۴, دوشنبه
په قطر کي د وسله الو طالبانو يوه وياند رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي د يکشنبې په ورځ د قطر په خبرو کي افغان استازو له دوی څخه د اوربند غوښتنه وکړه او ورته ويلي ئې دي چي خپل هيواد ته راستانه سي.
دغه وياند چي آژانس ئې نوم نه دی ښوولی ويلي دي: «دوی موږ وروڼه ونومولو او موږ ته ئې توصيه وکړه چي افغانستان ته ورسو او اساسي قانون ته احترام وکړو.»
خو هغه ويلي دي چي وسله وال طالبان به تر هغه پوري وسلې پر مځکه کښې نه ږدي، څو له هيواده ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي.
د رسنيو د راپورونو له مخي دغه غونډه چي د دوحې په شمال کي د آل خور په ساحلي ښار کي د تړلو دروازو تر شا تر سره سوه، تر غونډي وروسته د دواړو غاړو استازو خندل، خو له خبريالانو سره ئې خبرو ته زړه نه ښه کاوه.
له هغه راهيسي چي له افغانستان څخه ډېر بهرني عسکر وتلي دي، په دغه هيواد کي يرغلونو او چاودنو نور هم زور اخيستی دئ.
د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو تر اعلان وروسته، د دغي ډلي جنگيالي د افغانستان په شمال کي حتی د کندز تر دروازو پوري رسېدلي دي.
په قطر کي د وسله والو طالبانو وياند چي له رويترز خبري آژانس سره ئې خبري کړي، ويلي دي چي «کيدای سي له افغان چارواکو سره خبري په راتلونکې مياشت» کي په عربو متحدو اماراتو کي دوام ومومي.
افغان چارواکو يا د سولي د عالي شورا غړو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.