د سولي د عالي شورا رئيس پير ګيلاني ومړ
۱۳۹۵ بهمن ۳, یکشنبهاعلان
د افغانستان د سولي د عالي شورا د رياست معين محمد کريم خليلي و اسوشيېتد پرېس خبري آژانس ته ويلي چي سيد احمد ګيلاني د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۲۲مه نېټه) لا له دې نړۍ سترګي پټي کړي وې.
د پير سيد احمد ګيلاني د مرګ پر وخت د هغه عمر ۸۴ کاله ؤ. که څه چي د هغه د مرګ دقيق لامل نه دی ښودل سوی، خو نوموړی د زيات وخت راهيسي ناروغ ؤ.
پير سيد احمد ګيلاني د قادريه طريقې د صوفيانو په کورنۍ کي زېږېدلی او وروسته پخپله د يادي طريقې د صوفيانو يو روحاني مشر ؤ.
سيد احمد ګيلاني پر افغانستان د هغه وخت د شوروي د يرغل وروسته د محاذ ملي اسلامي په نوم ګوند مشر ؤ. نوموړي د ياد حزب د مشر په توګه په افغانستان کي د شوروي ځواکونو او د کمونستي حکومت پر ضد جګړه کي برخه درلوده.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.05.2015):