1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د سوریې پوځ غواړي ادلیب ونیسي

۱۳۹۷ شهریور ۸, پنجشنبه

د سوریې د رژیم واکمن غواړي چې ادلیب ولایت چې د هغه په نظر د «ترهګرۍ» وروستۍ سیمه ده، تر خپل کنترول لاندې راولي. د روسیې په ملاتړ ښایي د پاتې یاغیانو پر وړاندې دغه ګام بریا ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/341Mv
Syrien Idlib Explosion eines Waffenlagers
انځور: picture-alliance/AA/A. Fetravi

د سوریې حکومت ته د نزدې کړیو په حواله ویل شوي دي چې د دغه هیواد پوځ په شمال کې پروت د ادلیب پر وړاندې د عملیاتو له پاره په تدریجي ډول چمتووالی نیسي. د یوه سیمه ایز اتحاد استازي چې د بشارالاسد د ځواکونو په ملاتړ جنګیږي ویلي دي چې په پام کې ده د یاغیانو تر کنترول لاندې وروستیو سیمو باندې له سویل او لویدیځ اړخه برید وشي. زیاته شوې ده په لومړي سر کې په خپله د ادلیب پر ښار باندې حمله نه کیږي.

تر دې دمخه روسیې چې د بشارالاسد یو له مهمو متحدینو څخه دی د یاغیانو پر وړاندې خپل ګواښونه ډیر کړي. د مدیترانې سمندرګې په ختیځ کې د روسي سمندري ځواکونو د شمیر لوړولو سربیره، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د یاغیانو تر کنترول لاندې دغه وروستۍ سیمه د «ناسور زخم» په توګه یاده کړې چې په وینا یې باید پاکه کړای شي. هغه ادلیب په سوریه کې د ترور د ودې د وروستۍ ځالې په توګه یاد کړې وو.

لاوروف په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي چې افراطیان په ادلیب کې له ملکي کسانو څخه د انساني سپر په توګه استفاده کوي او د هغو یاغي ډلو چې د خبرو اترو اراده لري له حکومت سره د ډیالوګ مخه نیسي.

د تیښتې د نوې څپې اندیښنه

د ایزوستیا، په نوم د روسۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، روسیې په ۲۰۱۵م کال کې د سوریې په جګړه کې د بشارالاسد په ملاتړ له مداخلې راهیسې په مدیترانه سمندرګي کې اوس خپل حضور ډیر پیاوړی کړی دی. په وروستیو کې اوونیو کې د سوریې د ځواکونو له لوري د یاغیانو تر کنترول لاندې وروستیو سیمو کې د یوه احتمالي برید نخښې نښانې ډیرې شوي دي.

د بیلا بیلو سیاسي جریانونو په زرونو یاغیان او ډیر شمیر تندلاري افراطیان د سوریې په بیلا بیلو سیمو کې د ماتې خوړولو وروسته ادلیب ولایت ته لیږدول شوي وو.

ملګري ملتونه اندیښنه څرګندوي چې پوځي عملیات ښایي د خلکو د تیښتې د یوې نوې څپې سبب شي او په خبره يي ښایي ۲،۵ میلیونه انسانان د ترکیې د پولي پر لور تیښته وکړي.

زموږ له آرشیف څخه: