1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې له پاره د مرستې نور کاروانونه په پام کې نيول شوي

۱۳۹۷ بهمن ۱۱, پنجشنبه

ملگري ملتونه غواړي چې د رکبان د مهاجرو کمپ تر ۴۰۰۰۰ زياتو مهاجرو سره مرسته وکړي. د ملگرو ملتونو د بيړنيو مرستو همغږي کوونکی په دې کمپ کې د ژوند د سختو ناوړو شرائطو له کبله په شخړه کې د ښکيلو اړخونو د همکارۍ تمه لري.

https://p.dw.com/p/3CVeR
Grenze Jordanien Syrien Flüchtlingslager Rukban
انځور: picture-alliance/AP Photo

د سوریې په جنوب کې د اردن پولې ته څيرمه د رکبان په نوم پراته کمپ ته تيره بيا ښځو او ماشومانو پناه ور وړې ده. دوی په دغه صحراني سيمه کې د سختې يخې هوا له کبله کړيږي او تقريباً هيڅ مرستې ورته نه رسيږي. ملگري ملتونه او د سوریې عربي سرې مياشتې ټولنه په وروستي ځل د نوامبر مياشتې په سر کې د مرستو په رسولو توانيدلي ول. دا له دې مهاجرو سره کابو يوه کال وروسته لومړۍ مرسته وه.

سل لارۍ، دوه نيم سوه مرستندويان

د ملگرو ملتونو د بيړنيو مرستو همغږي کوونکي مارک لووکوک په نيويارک کې وويل چې د مرستې لومړۍ سل لارۍ به د راتلونکې سه شنبې په ورځ رکبان ته د مرستو رسولو په موخه روانې شي. د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په يوه غونډه کې نوموړي له ښکيلو اړخونو او د هغوی له متحدينو څخه غوښتنه وکړه چې د مرستو د انتقال څخه دې «هرو مرو ملاتړ» وکړي.

د لووکوک د څرگندونو په حواله د رکبان کمپ شا او خوا ۴۲ زره اوسيدونکي په داسې حالت کې ژوند کوي چې له نورې نړۍ پرې شوي او کابو هیڅ روغتيايي آسانتياو ته لاس رسی نه لري.

Schweiz Genf UN Hauptquartier Mark Lowcock
د ملگرو ملتونو د بيړنيو مرستو همغږي کوونکی مارک لووکوکانځور: picture-alliance/AP Photo/Keystone/S. Di Nolfi

اوس به ۲۵۰ مرستندويان تقريباً يوه اوونۍ په رکبان کې پاته شي او په دې موده کې به د امکان تر حده زيات کوچنيان واکسين کړي او د هلته میشتو کسانو په هلکه به معلومات راټول کړي.

د ادليب او د جگړې د کرښې ترمنځ سيمه سره مرسته

رکبان پنډغالی د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمه کې پروت دی. د سوریې له حکومت سره د جگړو له کبله هلته تقريباً هيڅ د مرستو لارۍ نه رسيږي. خو د لووکوک په خبره اوس د مرستې دې پلان شويو لاريو ته د سوریې د دفاع وزارت په شفاهي ډول اجازه ورکړې ده.  د نوموړي په حواله روسیې او د امريکا په مشرتوب ائتلاف هم د مرستې د کاروان د امنيت تضمين کړی دی.

لووکوک د ملگرو ملتونو له غړيو هيوادونو څخه خپله دا غوښتنه تکرار کړه چې له سوریې سره د مرستې له پاره دې ملگرو ملتونه ته پېسې ورکړي. نوموړي وويل چې مهاجر د خوراکي توکو، د ماشومانو د خوراک او هوا سره برابر استوگن ځايونو له کمښت سره مخامخ دي. هغه زياته کړه چې په ميليونونه مهاجر د ژمي په دې سړه هوا، سخته واوره او د سېلابونو پر وخت هيڅ خوندي نه دي.

نوموړي وويل چې په تيره بيا د ادليب سيمې وضعيت د سختې انديښنې وړ دی. د ياغيانو په دې وروستي سنگر کې القاعدې شبکې سره نژدې اړيکي درلودونکو مليشو يو شمير ښارونه نيولي او د روسیې او ترکیې په هڅو رامنځته شوی اوربند یې مات کړی دی. لووکوک خبرداری ورکړ چې دغه جنگيالي زرونو ملکيانو ته مرگونی خطر دی. 

زموږ له آرشيف څخه: