1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې حکومت پر ادليب عملیات پیل کړي دي

۱۳۹۷ شهریور ۱۸, یکشنبه

د اوربند په اړه د ترکیې تر ناکامه هڅو یوه ورځ وروسته، د سوریې پوځ په ادليب کې د یاغیانو تر کنترول لاندو سیمو بریدونه پیل کړي دي. آیا د سوریي پوځ پر ادليب له پخوا اعلان شوي لوی تعرضي عملیات پیل کړي دي؟

https://p.dw.com/p/34ZYX
Syrien Idlib Luftangriffe der Regierungskoaliltion
انځور: Getty Images/AFP/O.H. Kadour

په ادليب کې عيني شاهدانو او ژغورونکو املو د دې ایالت په ډیرو ښارونو او سیمو کې د هوایې بریدونو رپوټونه ورکړي دي. د سیمې د اوسیدونکو په حواله، داسې رپوټونه وایي چې د سوریایې پوځ هیليکوپترونو د استوکنې په سیمو باندې بیلري بمونه غورځولي دي. د دا ډول بمونو د کارونې په اړه په نړیواله کچه کرکه او نفرت ښودل کیږي.

د رپوټونو په حواله په دغو بریدونو کې د ادليب په سویلي کلیو کې لږ تر لږه دری تنه ملکیان وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو سازمان د رپوټ پر بنسټ دا پر ادليب له میاشتو راهیسې تر ټولو سخت بریدونه دي چې ترسره کیږي.

دا په سوریې کې تر ټولو لویه او وروستۍ سیمه ده چې د یاغیانو تر کنترول لاندې ده. د سوریې پوځ په دې وروستیو اونیو کې ګواښ کړی وو چې په دې سیمه کې به ډیر پراخ عملیات ترسره کړي.

د سوریې حکومت غواړي چې د ایران او روسیې په ملاتړ دغه ایالت یو وار بیا تر خپل کنترول لاندې راولي. د «هیئت تحریر شام» سازمان چې د القاعده شبکې متحد دی او داعش ترهګرې ډلې د ملیشه و تر څنګ یو شمیر نورې یاغي ډلې هم په دې سیمه کې فعاله دي چې ویل کیږي د ترکیې له خوا یې ملاتړ کیږي.

سربیره پر دې په دې سیمه کې شاوخوا دری میلیونه انسانان ژوند کوي. ترکیه ونه توانیدله چې د جمعې په ورځ په تهران کې روسیه او ایران چې د سوریې د رژیم متحدين دي په دې هیواد کې د اوربند رامنځته کولو ته قانع کړي.

وروسته تر دې لږ تر لږه د «هیئت تحریر شام» پر وړاندې د یوه محدود تعرضي برید له پاره د سوریې د رژیم لاره خلاصه شوه. دغه ډله پخوا د «جبهه النصره» په نوم یادیدله.

د ملګرو ملتونو سازمان، ډیر شمیر حکومتونه او مرستندویه سازمانونه په ادليب کې د یوې نوې بشري فاجعې خبرداري ورکوي. ترکیه په جديت سره پر دې ولایت د برید مخالفت کوي، ځکه ویره لري چې په دې صورت کې به شاوخوا ۲،۵ میلیونه انسانان ترکیې ته مهاجر شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ د ادليب نږدې نیمایې اوسیدونکي د سوریې له نورو سیمو څخه دلته راغلي داخلي بی ځایه شوي دي. د دوی یوه لویه برخه د سوریایي پوځ له بریدونو څخه دې سیمې ته تښتیدلې ده او نه غواړي چې د سوریې د رژیم له خوا کنترولیدونکو سیمو ته بیرته ستانه شي. خو ترکیې د دوی پر مخ خپلې سرحدي پولې تړلي دي.