1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریي د کډوالو شمیر مخ پر زیاتیدو دی

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ تیر ۱۸, پنجشنبه

په سوریه کې کورنۍ جگړې تر څلورو میلیونو زیات انسانان له هیواده د باندې کډه کولو ته مجبوره کړي دي. پر دې سربیره د دغه شمیر دوه برابره کسان د هیواد دننه بې ځایه شوي دي. د دغه بشري ناورین پای نه تر سترگو کیږي.

https://p.dw.com/p/1FvYi
انځور: Getty Images/Str

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا (UNHCR) په ژنیف کې ویلي دي چې یوازې په تیرو لسو میاشتو کې د کډوالو شمیر میلیونونو ته رسیدلې دی. د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر انتونیو گورتیرس، ویلي دي چې دلته له یوه کړکيچ څخه د یوه نسل د کډوالو د ستر شمیر موضوع مطرح ده.

د ملگرو ملتونو د ارقامو له مخې د ۲۰۱۱م کال په مارچ کې د سوریې د کړکیچ د پیل راهیسې ۷،۶ میلیونه سوریایان د هیواد په دننه کې بې ځایه شوې دي او تر څلورو میلیونو زیات سوریایان بیا له هیواد څخه د باندې گاونډیو هیوادونو ته کډه کولو ته مجبوره شوي دي. زیاته شوې ده چې تر ټولو زیات په وروستیو وختونو کې په ترکیه کې د کډوالو په شمیر کې زیاتوالی لیدل شوی دی.

په دغه ځای کې ملگري ملتونه د ۱،۸ میلیونه کډوالو خبره کوي چې خپل دغه شمالي گاونډي هیواد کې د سر پنا په لټه کې دي. لبنان ۱،۲ میلیونه کډوال منلي دي او اردن، عراق او مصر هر یوه هیواد ته سل زره کډوال ورغلي دي.

د بیرته راستنیده په اړه هیڅ هیله نه شته

د هغو سوریایي کډوالو شمیر چې د گاونډیو هیوادونو له لارې یې اروپا ته سفر کړی، ملگري ملتونه یې شمیر ۲۷۰ زره پورې اټکلوي. د دغه ادارې په وینا د وروستي ځل له پاره په ۱۹۹۲م کال د کډوالو شمیر څلور میلیونو کسانو ته رسیدلی وو. هغه مهال د کډوالو عالي کمېشنرۍ کابو د ۴،۶ میلیونه افغان کډوالو پالنه کوله چې د مجاهدینو د خپلمنځي نښتو څخه تیښتې ته اړ شوي وو.

د سوریې کړکیچ اوس پنځم کال ته نزدې شوې دی، خو تر اوسه یې کوم حل نه تر سترگو کیږي. د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په وینا دغه کار د ډیری کډوالو د ناهیلۍ سبب گرځیدلی دی. د دغې ادارې په وینا زیاتره کسان د دې اټکل نه کوي چې یو وخت به بیرته خپل ټاټوبي ته وروگرځي. زیاته شوې ده چې په عین وخت کې د کډوالو په کمپونو کې بې وزلي مخ پر ډیریدو ده. له دې کبله انتونیو گورتیرس پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې له کډوالو سره خپلې مرستې ډیرې کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب