1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې په اړه روسیې او ایران ته د ترمپ خبرداری

۱۳۹۷ شهریور ۱۳, سه‌شنبه

داسې اټکل کیږي چې سوریه ښایي ژر په ادلیب کې ستر پوځي عملیات پیل کړي. د دغه ولایت زیاته برخه یاغیان کنترولوي. ترمپ اوس د ولسمشر بشارالاسد له ملاتړو غوښتنه کړې چې د ادلیب په جګړه کې شاملیدل به یي تیروتنه وي.

https://p.dw.com/p/34Fiy
Donald Trump NAFTA Pressekonferenz
انځور: picture-alliance/dpa/K. Dietsch

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي: «روسیه او ایران به ستره بشري تیروتنه وکړي، که چیري دوی په دغه باالقوه بشري تراژیدۍ کې برخه واخلي.» د ترمپ په دغه ټویټ کې دا هم راغلي دي چې بشارالاسد باید پر ادلیب باندې د برید په ترڅ کې له بې پروایۍ کار وا نه اخلي: «په سونو زره انسانان به ووژل شي. د دې کار د تر سره کیدو اجازه مه ورکوئ.»

بشارالاسد تیره اوونۍ خپل ډیر ځواکونه ادلیب ولایت ته واستول. روسیه او ایران پر دې باندې ټینګار کوي چې په ادلیب کې باید پر تندلارو ډلو لاس برتوب تر لاسه شي. داسې اټکل کیږي چې دواړه هیوادونه به د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د سوریې د حکومتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د سوریې په شمال لویدیځ کې د ادلیب ښار شا او خوا سیمه د یاغیانو تر کنترول لاندې وروستۍ سیمه ده. دغه سیمه د القاعدې شبکې د څانګې هیت تحریر الشام، تر سلطې لاندې ده. د دغي ډلې پخوانی نوم النصره جبهه وو. ایران لا تر مخه اعلان کړی دی چې د یاغیانو پر پاخه سنګر باندې به د سوریې د پلان شوي پوځي حملې ملاتړ وکړي.

ترکيې ته د ډله ایزې تیښتې اندیښنې

په ادلیب کې کابو درې میلیونه انسانان اوسیږي، چې ۱،۴ میلیونه یې د سوریې له نورو سیمو بې ځایه شوي انسانان دي. دا چې یاغیان له دغه ځایه د سوریې په دننه کې د تیښتې له پاره بل ځای ته د تګ امکان نه لري، نو څارونکي ترکیې ته د خلکو د ډله ایزې تیښتې اټکل کوي. دا چې په دغه سیمه کې ډیری ملکي کسان اوسیږي نو مرستندویه سازمانونه د یوه بل بشري ناورین څخه خبرداری ورکوي.

په پام کې ده چې د جمعې په ورځ روسیه او ایران د سوریې د حکومت د ملاتړو او ترکیه دې د اپوزیسیون د ساتونکي په توګه د سوریې د کړکیچ په هکله سلا مشورې وکړي. څارونکي اټکل کوي چې په دغه ناسته کې د ادلیب د برخلیک په هکله کومه پریکړه وشي.

د دوشنبې په ورځ د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په ادلیب کې د احتمالي جګړې په ترڅ کې د یوه بشري ناورین په هکله خبرداری ورکړی وو. هغه ویلي وو چې ترکیې ته به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د خپل سفر په ترڅ کې دغه موضوع مطرح کړي. هغه پر دې باندې ټینګار کړی وو چې «موږ به په ادلیب کې د یوه بشري ناورین د مخنیوي» له پاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوو.

زموږ له آرشیف څخه: