1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې پر پوځي اډو د توغنديو بريدونه شوي دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۰, دوشنبه

سوریې په شمال کې پر ځینو پوځي هدفونو د توغندويي بریدونو خبر ورکړی، خو د تلفاتو او دا چې توغندي د چا له خوا توغول شوي معلومات یې نه دي ورکړي. دغه بریدونه د امریکا په مشرتوب دې هیواد باندې تر بریدونو څو اونۍ وروسته شوي دي.

https://p.dw.com/p/2wtzG
Syrien Raketenangriff
انځور: picture-alliance/Photoshot

د سوریې دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ سهار مهال رپوټ ورکړ چې د «دښمن توغندي» د سوریې په شمال کې پر ځينو دولتي پوځي کمپونو لگېدلي دي. خو دا چې دغه بريدونه چا کړي دي، یادې رسنۍ یې په هکله معلومات نه دي ورکړي.

د سانا په نامه د سوریې دولتي خبري اژانس د ناپیژندو پوځي سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د یکشنبې د شپې ناوخته د حلب او حما ولایتونو پر یو شمیر پوځي پوستو باندې بریدونه شوي دي. د سوریې حکومتي تلویزیون بیا د دې بریدونو ځینې فلمونه هم خپاره کړي دي.

په عین وخت کې بریتانیا میشتي د سوریې د بشري حقونو او د سوریې د جګړې د څار سازمان هم د دې بریدونو پخلی کړی دی، خو په دې هکله یې څه نه دي ويلي چې دغه بریدونه چا کړي دي. دغه سازمان د دې بریدونو په هکله وویل چې د برید پرمهال د يادو پوځي اډو په دوو کې یې ایراني پوځیان میشته ول.

د دې بریدونو د تلفاتو په هکله څه نه دي ويل شوي. خو د سوریې د حکومت په اپوزیسیون کې ځینو سرچینو د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د بریدونو له امله سوریايي او ایراني پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د جزئیاتو په هکله یې معلومات وړاندې نه کړل.

Syrien Damaskus Kämpfe bei Palästinensercamp Jarmuk
انځور: Getty Images/AFP/L. Beshara

«ایران، ایران، ایران»

بل لوري ته د یکشنبې په ورځ د اسرائیلو دفاع وزیر اویګدور لیبرمن ژمنه کړې وه چې دوی دا حق لري چې په سوریه کې ځینې هدفونه په نښه کړي. د هاریتڅ په نامه یوې اسرائیلۍ ورځپاڼې په خپله یوه رپوټ کې د اسرائیلو د دفاع وزیر په حواله لیکلي چې نوموړي ویلي: «موږ هیڅ اراده نه لرو چې پر سوريه برید برید وکړو او یا هم د سوریې په داخلي چارو کې مداخله وکړو.» یادې ورځپاڼې د لیبرمن په حواله وړاندې لیکلي: «خو که څوک داسې فکر کوي چې دا امکان لري چې پر اسرائیلو به توغندي وتوغول شي یا پر اسرائیلو او یا هم زموږ پر الوتکو برید وشي، په دې صورت کې له شک پرته موږ به متقابل ځواب ورکړو او موږ به په پوره ځواک سره ځواب ورکړو.» لیبرمن بیا وړاندې زیاته کړې ده چې اسرائیل درې ستونزې لري او هغه ایران، ایران، ایران دي.

نوموړي همدا راز ویلي دي چې ایران نه یوازې د اسرائیلو، بلکي د ټولې سیمې د بې ثباته کولو په هڅه کې دی. د اسرائیلو د دفاع وزارت ویلي دي چې وګورئ چې په یمن، لبنان، عراق او سوریه کې څه روان دي.

Syrien Damaskus Kämpfe bei Palästinensercamp Jarmuk
انځور: Getty Images/AFP/L. Beshara

د خطر اشتباهي زنګونه

د اپریل میاشتې په ترڅ کې د سوریې دولتی رسنۍ تر دې وړاندې هم د حمص په سیمه او دمشق ښار په ځینو سیمو کې پر پرتو دولتي هدفونو باندې د ورته بریدونو خبرونه خپاره کړي ول. خو د رپوټونو تر خپریدو وروسته بیا د سوریې پوځ اعلان وکړ چې هیڅ بریدونه نه دي شوي، او د خطر یوه اشتباهي زنګ د هوايي ځواکونو د دفاعي سیستم د فعالیدو سبب شوی وو.

دغه اشتباهي رپوټ وروسته له هغې خپور شو چې دمشق ته څیرمه د سوریې د حکومتي ځواکونو له خوا د کیمیاوي وسلو د شکمن برید په ځواب کې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب فرانسې او بریتانیا د سوریې پر ځینو حکومتي هدفونو باندې هوايي بریدونه وکړل.

د روان کال د اپریل میاشتې په پیل کې، د سوریې په حمص ښار کې پر «ټي ۴» دولتي پوځي هوايي اډې باندې د هوايي برید په پایله کې لږ تر لږه اووه سوريايان او اوه ایرانیان ووژل شول. سوریه او ایران چې په خپلو کې نږدې متحدین دي، د دې برید مسئولت اسرائیلو ته راجع کړی وو. په ځواب کې اسرائیلو هيڅ و نه ويل. يعنی نه ئې رد او نه ئې هم مسئوليت ومانه.

زموږ له آرشیف څخه: