1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې رسنۍ: د اسرائيل جنګي الوتکو پر دمشق بمباري کړی

۱۳۹۷ دی ۵, چهارشنبه

د سوريې دولتي رسنۍ وايي چي پوځ يې پلازمېني دمشق ته نژدې پر بريدونو غبرګون وښود. دولتي تلويزيون وايي چي د اسرائيل جنګي الوتکو دمشق بمبار کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Adkd
Syrien Staatsmedien: Syrische Luftabwehr reagiert auf Angriff nahe Damaskus
انځور: picture-alliance/Xinhua/A. Safarjalani

په لندن کي مېشته د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان هم ويلي دي چې «اسرائيلو توغنديي» بريد کړی دی. د ياد سازمان رئيس رامي عبدالرحمن ويلي دي چي د اسرائيل الوتکو د دمشق په سويل او سويل لوېديځ کي د وسلو زيرمي بمبار کړي دي.

دغه سازمان چې د سوريې اپوزيسيون يې چلوي، خپل معلومات له هغه معلوماتي جال څخه ترلاسه کوي چي په سوريه کي يې لري. د دغه سازمان معلومات د باور وړ بلل کيږي.

د سوريې او اسرائيل دايمي لانجه

اسرائيل په تيرو نژدې وختونو کي په لسونو وار په سوريه کي هدفونه ويشتلي دي. زياتره وختونه د اسرائيل له خوا تر سره سوي بريدونه د سوريې پلازمېني دمشق ته نژدې وي. د دغو بريدونه هدف د سوريې د حکومت او ملاتړو پوځي تاسيسات او په همدې شان د شعيه سازمان حزب الله او ايران مرکزونه وي.

د اسرائيل يوې پوځي وياندي په سوريه کي د تره سره سوو بريدونو په هکله ويلي: «موږ پر بهرنيو راپورونو تبصره نه کوو.» خو دغې وياندي وويل چي د اسرائيل هوايي ځواک له سوريې څخه د توغول سوي توغنديو ته غبرګون ښوولی دی. د هغې په وينا په پيښه کي مرګ ژوبله او نور زيان نه دی اوښتی.

تر دې دمخه د حيفا او تل ابيب تر منځ د پروت بندري ښار هاديرا اوسېدونکو د لويو چاودونو د ږغونو راپورونه ورکړي ول.

اسرائيل په تکراري توګه پر دې ټينګار کړی چي په سوريه کي به د ايران دايمي حضور ونه زغمي. ايران د روسيې تر څنګ د بشارالاسد رژيم له نژدې ملاتړو او ملګرو څخه دی او له تيرو اوو کلونو راهيسي په کورنۍ جګړه کي د سوريې له حکومت سره مرسته کوي.