1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کې پارلماني انتخابات ترسره شول

۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبه

په جګړه ځپلي او له شديد اقتصادي بحران سره مخ هيواد سوريه کې پارلماني انتخابات تر سره شول. د سورېې د انتخاباتو کميسيون ويلي، د يکشنبې ورځې په سهار د ټول هيواد په څه باندې ۷۴۰۰ انتخاباتي حوزو کې د رای ورکونې بهير پيل شو.

https://p.dw.com/p/3fYsF
Parlamentswahlen in Syrien I Archivbild
انځور: picture-alliance /AP/Syrian Presidency

انتظار کيږي چې د سوريې اوسنی ولسمشر، بشار الاسد په دغو انتخاباتو کې ګټونکی شي، ځکه په دغه هيواد کې د یو واقعي اپوزیسيون استازي حضور نه لري. په دغو انتخاباتو کې ډير شمير نوماندان، د امريکا متحده ايالاتو او لويديځو هيوادونو له شديدو بنديزونو سره مخ هم دي.

دا د سوريې د نهه کلنې کورنۍ جګړې له پيل څخه راهیسې، دريم انتخابات دي چې په دغه عربي هيواد کې تر سره کيږي. خو دا لومړني انتخابات دي چې په همدې موده کې د پخوانيو جنګياليو تر کنترول لاندې سيمو کې ترسره کيږي.

په دې ترتيب، دا ځل په سوريه کې پارلماني انتخابات په داسې حال کې کيږي، چې د دغه هيواد شاوخوا ۷۰سلنه خاوره د حکومت په کنترول کې ده.

اسد په دې وتوانيد چې د روسيې په ملاتړ، د تيرو دوو کلونو په جريان کې په سوریه کې خپله د اقتدار او تسلط ساحه پراخه کړي.

د انتخاباتو په شپه، په دمشق کې دوه بمي چاودنې وشوې چې د حکومتي خبري آژانس (سانا) په حواله، يو کس په کې وژل شوی او يو بل يې ټپي کړی دی.

Archivbild I Explosion in Syrien I Damaskus
د انتخاباتو په شپه هم په دمشق کې دوه بمي چاودنې وشوېانځور: picture-alliance/AA/H. Adnan

د سوريې پارلماني انتخابات چې د اپريل مياشتې له پاره په نظر کې نيول شوي وو، د کرونا وبا په دليل، شاته وغورځول شول.

په انتخاباتي کمپايونو کې نوماندانو تر ټولو د مخه په سوريه کې شديد اقتصادي بحران او د دغه هيواد پولي واحد ته اشاره کوله.

د امريکا متحده ايالاتو له خوا لګول شوي نوي بنديزونه او د کرونا وبا د سوريې اقتصاد نور هم زيانمن کړی دی.

د سوريايي پوند ارزښت په چټکۍ سره ښکته کيږي، د پيسو تورم يا پړسوب لوړيږي او د خوراکي موادو بیې هم په تیر کال کې دوه برابره لوړې شوي دي.

په انتخاباتي کمپاينونو کې د بيو د لوړيدو پر ضد مبارزه، په سوريه کې د زيربناو بيا جوړونه او د بي ځايه شويو کورنیو د بيرته راستنيدو موضوع، هغه تر ټولو مهم مسائيل وو چې د نوماندانو له خوا خلکو ته د ژمنو په توګه مطرح کيدل.

د سوريې د پارلمان ۲۵۰ څوکيو ته د نوماندانو په ډله کې د بشارالاسد ډير متحدان هم شته چې د امريکا متحده ایالاتو او يا د اروپايي اتحاديې له بنديزونو سره مخ دي. د دوی په ډله کې د پارلمان غړی، محمد حمشو او سوداګر، خالد زبیدي هم دي.

دويچه وله د/م.ک.ص./م.ن.ص.