د سندي نومي توپان ورانۍ بې ساري دي
۱۳۹۱ آبان ۱۰, چهارشنبهپه نیویارک کې د سندي نومي توپان له امله په سلهان زره کسان په خپلو کورونو کې بریښنا نه لري. دغه راز د اوبو رسولو او تودوخې سیستمونه هم له کاره پاتې دي. د منهاتن په ختیځه ساحلي څنډه کې د بریښنا سیستم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. دیری خلک لا تر اوسه پورې په یو ناکرار حالت کې ژوند کوي.
په دې اړه دلته انځوریز رپوټ ووینی.
د منهاتن یوه اوسیدونکې وایي: «هیڅ څه کار نه کوي. د سړکونو ترافیکي اشارې له کاره غورځیدلې دي. هرې خوا ته پولیس ولاړ دي. هرې خوا ته ورانۍ لیدل کیږي.» د منهاتن د دې اوسیدونکې په خبره د بریښنا د شرکت د معلوماتو له مخې ښایې یوه اونۍ یا تر هغه هم دیر وخت ونیسي چې بریښنا بیرته فعاله شي.
په همدې حال کې د نیویارک ښاروال مایکل بلومبرګ ویلي دي: «دا یو تباه کونکی توپان وو. ښایي د نیویارک په تاریخ کې ساری و نه لري.»
د ورستیو رپوټونو له مخې یوازې په نیویارک کې ۱۸ کسان وژل شوي دي. د دغه توپان له امله رامنځ ته شوی مالي تاوان میلیاردونو ډالرو ته رسیږي. په کوینز نومې سیمه کې څه نا څه ۸۰ کورونو اور اخیستی دی. په لانګ ایلند او نورو ساحلي سیمو کې کورونه یا تر اوبو لاندې شوې دي او یا اوبو له ځان سره وړي دي.
د دې سیمې یوه اوسیدونکې وايي: «دغه تباهي د باور وړه نه ده. ما خپل ټول ژوند دلته تیر کړی دی او داسی ورانۍ مې نه ده لیدلې. ویره او غم د خلکو په څیرو کې له ورایه ښکاري.»
په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندی اورګاډو (Subway) پتلی ، لارې او تونلونه له اوبو ډک شوي دي. د نیویارک د ځمکې لاندې اورګاډي په ۱۰۰ کلن تاریخ کې دغه ورانۍ بې سارې ده. د دې ښار ښاروال وایي: «موږ دوه مهمې ننګونې په مخ کې لرو. عامه نقلیه وسیال باید بیرته فعال شي او د بریښنا سیتمونه باید بیرته ورغول شي.» له دې ورانیو سره سره د نیویارک ښاروال خلکو ته ډاډ ورکوي چې ورو ورو به ژوند بیرته عادي حالت ته راشی.