د سلیماني وژنه، ایا پر افغان سوله اغیز لري؟
۱۳۹۸ دی ۱۴, شنبهد افغان ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ ۴مه) کابل کې یوې غونډې ته وویل، سلیماني د داعش ضد یوه پيژندل شوې څېره وه.
ښاغلي دانش زیاته کړه چې د سلیماني وژنې په سیمه او منځني ختیځ کې سیاسي او امنيتي ټیکاؤ کړکیچن کړی.
خو د افغان سولې او د سلیماني د وژنې په تړاؤ یې وویل: «زه هیله لرم چې د ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني وژل کېدل به د افغانستان د سولې پر بهیر اغیز ونه کړي.»
د افغان حکومت دغه جګپوړي چارواکي څرګنده نه کړه، چې پر افغان سوله به د سلیماني وژل کېدل څه اغیز ولري، خو د چارو کتونکی بیا اندېښمن دي چې ښايي ایران د خپلو ځواکونو د دغه قوماندان د وژنې غچ افغانستان کې واخلي.
سیاسي شنونکي ثناءالله مخلص دویچه ویله ته وویل چې ایران له ډېر پخوا د افغانستان په لویديځو ولایتونو کې یو شمېر ډلو ټپلو ته وسلې ورکوي.
ښاغلي مخلص زیاته کړه چې دا وسله والې ډلې په هرات، فراه، نیمروز او ان د کندهار ولایت په یو شمېر شمالي ولسوالیو کې فعالې دي.
«دا ډلې طالبان نه دي خو د طالبانو تر نامه لاندې جنګیږي ددې ډلو سره څو ځله ایرانی وسلې نيول شوې او ان له همدې ډلو یوشمېر جنګیالي ایران ته د جنګي روزنې لپاره هم ورغوښتل شوي.»
د مخلص پر وینا پر افغان سوله د سلیماني د وژل کېدو لومړی او خورا منفي اغیز به دا وي چې د طالبانو په لیکو کې به د ایران په ملاتړ جنګېدونکي ډلې تردې وروسته هیڅکله هم اوربند ونه مني.
همدا اوس د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره خورا مهم شرط اوربند ته د طالبانو غاړه اېښودل دي.
په افغانستان کې د سلیماني د وژل کېدو او ممکنه اغیزو په اړه ځینې نورې شننې هم شته.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه پخواني مرستیال تمیم عاصي دویچه ویله ته وویل د افغانستان په خاوره کې به د امریکا پر پوځي تاسیساتو نیابتي او استخباراتي برېدونه زور واخلي.
د ښاغلي عاصي پروینا، سلیماني د طالبانو د کوټې شورا او د دې ډلې له نظامي څانګې سره ټینګې اړيکې لرلې.
دی زیاتوي:
«د افغانستان په خاوره کې د ایران ملاتړو ډلو لخوا د منفي لوبو ډېروالی او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بیړني وتلو لپاره ددغه هېواد پرضد د تاوتریخوالي ډيریدل د قاسم سلیماني د وژل کېدو عواقب شمېرلی شو.»
ارګ تېره ورځ د جنرال سلیماني وژل کېدو ته په خپل غبرګون کې ویلي چې افغان خاوره به د هیچا پرضد نه کارول کیږي.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې «د افغانستان جمهوري اسلامي دولت د افغانستان شریف ملت او ټولو ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي چې امریکا سره د امنیتي توافق د موادو له مخې به د افغانستان خاوره په هیڅ حالت کې د کوم بهرني هېواد پرضد ونه کارول شي.»
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او یوشمېر نورو افغان سیاستوالو د قاسم سلیماني وژنه غندلې ده.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په واشنګټن کې ویلي، قاسم سلیماني یې لاپخوا باید وژلی وای.
ټرمپ، سلیماني لومړی درجه ترهګر بللی چې پروینا یې د امریکا ضد پلانونو کې ښکېل ؤ.
ایران بیا له پولو بهر د خپل دغه جګپوړي جنرال د وژل کېدو له امله درې ورځې ویر اعلان کړی.
دغه راز، ایران خبرداری ورکړی چې د قاسم سلیماني د وژل کېدو غچ به واخلي.
اسماعیل شاکر – کابل