آلمان د عراقي سرتيرو د روزنې پروګرام ودراوه
۱۳۹۸ دی ۱۴, شنبهد ايران د قدس ځواکونو د قوماندان، قاسم سليماني او د هغه د ملګرو تر وژل کيدو وروسته، د امريکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف له خوا امنيتي تدابير ډير سخت کړل شوي دي. په دې لړ کې آلمان هم د عراق امنيتي ځواکونو ته د پوځي روزنې بهير درولی دی. سليماني د جمعې په ورځ (د جنوري ۳مه) د بغداد هوايي اډې ته نژدې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شو.
د آلمان پوځ د عملياتي قوماندانۍ له خوا د دغه هيواد د پارلمان د دفاعي چارو کميسيون ته د ورکړل شوي رپوټ پر اساس، دغه تصميم د داعش ضد نړيوال ائتلاف په مرکزي مقر کې د خپل امر لاندې ځواکونو د حفاظت په موخه نيول شوی چې عملي کول يې د ائتلاف پر ټولو غړو الزامي دي.
په دې ترتيب، د آلمان پوځ، په عراق کې د شاوخوا ۱۲۰ سرتيرو په درلودلو سره، د عراق مرکزي حکومت پورې اړوندو ځواکونو ته او هغه هم چې د عراق په کردستان سيمه کې دي، د پوځي روزنې بهير دروي.
د حشد الشعبي پر ضد نوي عمليات نه دي شوي
د داعش ضد نړيوال ائتلاف، هغه رپوټونه چې ګواکې «امريکايي ځواکونو د بغداد په شمال کې د حشد الشعبي پر ځواکونو بيا هوايي حملې کړي دي»، تکذيب کړي دي.
د امريکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف وياند، مايلز کاګينز وويل چې دغه ائتلاف د بغداد په شمال، التاجي اډې ته نژدې، هيڅ ډول عمليات نه دي ترسره کړي. تر دې وړاندې ايران پلوه ډلې، حشد الشعبي ادعا کړې وه چې امريکا د دغې ډلې پر کاروان باندې يو ځل بيا حمله کړې ده.
خو د عراق پوليسو بيا ويلي دي چې دغه حمله نن شنبه (د جنوري ۴مه) د ورځې په لومړيو ساعتونو کې شوې چې په نتيجه کې يې څو تنه وژل شوي او څو نور ټپيان شوي دي. د عراق دولتي تلويزيون هم ويلي دي چې د دغې حملې هدف د حشد الشعبي د ډلې يو قوماندان وو.
پرون په عراق کې د امريکا په هوايي حمله کې د قاسم سليماني او د هغه د څو تنو ملګرو د وژل کيدو تر څنګ، د حشد الشعبي ډلې څو مليشې چې سلیماني سره په لاره وې، هم ووژل شوې. دغه خبره د ايران سپاه پاسداران ځواک په يوې اعلاميه کې کړې وه.