1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سلواکيا سوريايي يتيم مهاجر ماشومان مني

۱۳۹۷ مهر ۱۴, شنبه

د سلواکيا لومړي وزير پيتر پليګريني ويلي دي چې هيواد به يې په لسونو سوريايي يتيم ماشومان ومني. پليګريني دغه خبره په داسې حال کې کړې، چې د مرکزي اروپا نور هيوادونه نه غواړي مهاجر ومني.

https://p.dw.com/p/365Dg
Slovakei - Neuer Premier der Slowakei - Peter Pellegrini
انځور: Reuters/D. W Cerny

د سلواکيا لومړي وزير پيتر پليګريني دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د رويټرز خبري آژانس سره په يوه مرکه کې کړي دي.

درې کاله مخکې کله چې د منځني ختيځ او افريقا څخه اروپا ته په سلونو زره مهاجر ورسيدل، د اروپايي اتحاديې د غړو ترمنځ ژور اختلافات رامنځ ته شول. دغه اختلافات د يونان او ايټاليا په څير هيوادونو ترمنځ کوم چې په لومړي ځل ورته مهاجر رسيږي، د آلمان په څير شتمنو هيوادونو او همداراز د اتحاديې د شمالي څنډې څلورو هيوادونو پولنډ، د چک جمهوريت، هنګري او سلواکيا تر منځ، قايم شول.

سلواکيا له ډیر مخکې د مرکزي اروپا له يو شمير نورو هيوادونو سره د اروپايي اتحاديې د هغو هڅو پر وړاندې دريدلې چې وايي مهاجر دې په اجباري توګه پر غړو هیوادونو وويشل شي. دا چې سلواکيا اوس د سوريايي يتيمو ماشومانو د منلو خبره کوي، د مهاجرت په چارو کې د دغه هيواد یو نوی نسبي نرمښت ښيي.

د سلواکيا لومړي وزير د سلواکيا په غرونو کې د ګلوبزيک تاترا د غونډې په څنډه کې د يوې مرکې پر مهال وويل چې سلواکيا د کافي اندازه شتمن هيواد په توګه کولای شي چې د «لسو، شلو او یا ديرشو» هغو ماشومانو پالنه وکړي چې حاضردمه د يونان په کمپونو کې ژوند کوي.

پليګريني په دې اړه زياته کړه: «موږ سیاستوال يو، خو کله چې موږ د سوريايي يتيمو ماشومانو سخت وضعيت ته ګورو کوم چې په حاضر وخت کې يې د نورو غړو هيوادونه له خوا پالنه کيږي، بيا نو فکر کوم چې موږ بايد تر دې لا ډير بشر دوسته واوسو.»

Slowakei Bratislava Proteste gegen Flüchtlinge
د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر کې په سلواکیا کې د مهاجرو ضد لاريون انځور: picture-alliance/dpa/J. Gavlak

هغه دغه راز زياته کړه: «د سلواکيا اقتصاد، د سلواکيا ټولنه او يا هم د سلواکيا کلتور به د يو شمير یتيمانو له خوا چې زموږ د ماشومانو سره يو ځای په ټولنه کې ځاي پر ځای کيږي، ونه ګواښل شي... هغوې [سوريايي ماشومان] به زموږ ژبه او زموږ کلتور زده کړي.»

 سلواکيا په تيرو وختونو د دې تر څنګ چې له ګاونډي هيواد اتريش څخه ورغلو سلونو مهاجرو ته موقتي هستوګنځایونه ورکړي، يو شمير پناه غوښتونکي منلي هم دي.

د سلواکيا لومړی وزير په داسې حال کې د مهاجرو ماشومانو په هکله دا ډول بشردوستانه څرګندونې کوي، چې په دې وروستيو کې د چک جمهوريت لومړي وزير اندري بابيش ويلي وو چې په دغه هيواد کې د مهاجرو د منلو په برخه کې هيڅ ډول استثنا امکان نه لري. هغه حتی ويلي وو چې د جګړې يتيمو ماشومانو ته به هم پناه نه ورکوي.

د چک تر څنګ هنګري او اتريش اوسني حکومتونه هم تر ډيره بريده د مهاجرو ضد سياستونه تعقیبوي. د بيلګې په توګه د اتريش ښي اړخه محافظه پال حکومت څه موده مخکې ويلي وو چې غواړي په راتلونکې کې په شرکتونو او کارخانو کې مسلکي زدکړو ته د مهاجرو د لاسرسي مخه ونيسي.

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوریز البوم: