د سعودي پاچا ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه
۱۳۹۶ مهر ۵, چهارشنبهد سعودي عربستان پاچا ملک سلمان، د سه شنبې په ماښام ښځو ته د موټر چلولو د جازې د ورکړي فرمان صادر کړ. د عربستان رسمي خبري آژانس SPA د دغه خبر له اعلان سره ويلي دي چي دغه فرمان به د ۲۰۱۸م کال له جون مياشتي پلی سي.
يوې تخصصي کمېټې ته دنده سپارله سوې ده چي په ۳۰ ورځو کي دغه مسئله جدي و ارزوي او د اجرا له پاره ئې خپل عملي وړانديزونه وړاندي کړي.
سعودي عربستان په نړۍ کي يوازنی هيواد دئ چي پکښې ښځي د موټر چلولو اجازه نه لري. په عربستان کي د ښځو د حقوقو او بشري حقونو فعالانو نژدې ۳۰ کاله مبارزه وکړه، څو دغه حق ترلاسه کړي.
د ښځو له پاره د سعودي عربستان قوانين ډېر سخت او تبعيضي دي، خو د دغه هیواد نوي رهبرۍ اعلان کړی دئ چي په دې لاره کي د اصلاحاتو راوستلو هوډ لري. په دې برخه کي تيره اونۍ د دغه هيواد د ملي جشن پرمهال په اول وار ښځو ته اجازه ورکړه سوه چي د خپلو کورنیو له نارينه وو سره يوځای د جشن په مراسمو کي د گډون له پاره لوبغالي ته داخلي سي.
د ۲۰۱۷م کال په جولای مياشت کي د سعودي عربستان د ښووني او روزني وزارت نجونو ته په دولتي مکتبونو کي د ورزش په ساعتونو کي د گډون اجازه هم ورکړه.
دا به هم درته جالب وي: