1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «نوبل بديلې» درې جايزې د سعودي عربستان فعالانو وګټلې

۱۳۹۷ آذر ۳, شنبه

د «نوبل بديلې» جايزې د جمعې په ورځ په ستاکهلم کې ګټونکو ته ورکړل شوې. د سعودي عربستان څخه د دغې جايزې درو ګټونکو په دغو مراسمو کې ګډون نه درلود، ځکه چې هغوی په خپل هيواد کې بنديان دي.

https://p.dw.com/p/38qlI
Verleihung Alternativer Nobelpreis Preisträger
انځور: picture-alliance/M. Petersson Ellafi

د بشر د حقونو او د چاپيريال ساتنې فعالان د سويډن په پلازمينه ستاکلهم ښار کې د «نوبل بديلې» جايزې په ورکړې سره وستايل شول. د «نوبل بديل» يا «نوبل الترنتیف» جايزه له ۲۹۰ زره يورو سره مل، سږ کال د سعودي عربستان، بورکينافاسو، ګواتيمالا او کولمبيا هيوادونو خپلې کړې.

د «نوبل بديلې» جايزې د بنسټ مشر اوله فون اوکسکول وويل د چاپيریال تخریب او سياسي چارو ته په کتو، د جايزې سږني ګټونکي د راتلونکي له پاره ښې تګلارې په نظر کې لري.

خو د جايزې د اوو ګټونکو له ډلې څخه يوازې څلورو يې په مراسمو کې حضور درلود. د سعودي عربستان د بشر حقونو درې فعالان هر يو عبدالله حميد، محمد فاحاد القحطاني او وليد ابوالخير حاضردمه په حبس کې دي. دا د سعودي عربستان لومړني فعالان دي چې د «نوبل بديل» جايزې ترلاسه کوي.

د هغوی ممنوعه سازمان د قدرت د ويش او همدغه راز په سعودي عربستان کې د ښځو او نارينه و د حقونو د مساوات له پاره مبارزه کوي.

د جايزې د ورکړې په مراسمو کې د هغوی مدافع وکيل، یحيی عسيري وويل چې دغه درې فعالان د نورو هغو کسانو له پاره ستر الهام ورکونکي انسانان دي کوم چې د بشر حقونو د تحقق په برخه کې فعالیت کوي. هغه ټينګار وکړ: «که سعودي عربستان له واقعي اصلاحاتو سره علاقه ولري، چې څرنګه يې رژيم هم وايي، بيا نو په کار ده چې د خپل هيواد له فعالانو څخه بند ته د اچولو پر ځای هرکلی وکړل شي.»

Verleihung Alternativer Nobelpreis Preisträger Tony Rinaudo
د کرهڼيزو چارو استراليايي کارپوه توني ريناودوانځور: Reuters/M. Petersson Ellafi

په دغو مراسمو کې له بورکینافاسو هيواد څخه د کرهڼيزو چارو کارپوه ياکوبا ساوادوګو او له استراليا څخه توني ريناودو ته «نوبل بديل» جايزې ورکړل شوې. دوی د افريقا په ساحلي سيمه کې د دښتو د پراختيا د مخنيوي په موخه فعاليتونو له پاره يې وستايل شول.

توني ريناودو وويل کله چې تنکی ځوان وو، نه پوهيده چې ولې د خپل بڼ د ونو ځينې ښاخونه پرې کوي. دغه کارپوه اوس د کرهڼې يوه داسې سيستم ته پراختيا ورکړی ده چې پر مټ یې د شګو په وچو دښتو او ډاګونو کې د نوو نيالګيو کښينولو سيستم ته وده ورکولای شي. 

۷۵ کلن یاکوبا ساوادوګو ته د « ډاګونو د پراختيا د مخنيوي د لامل په توګه» د «نوبل بديله» جايزه ورکړل شوه.

هغه له وچکالۍ سره د مبارزې په لار کې اوس د ځينو سنتي تخنيکونو په مرسته د افريقا په ساحلي سيمه کې يو ځنګل جوړ کړی دی. هغه وويل: «زما ټوله سرمايه زما يو خر او موټر دي. خو زما يوازينۍ سرمايه هغه ځنګل هم دی چې ما ورته پرورش ورکړی دی.»

افتخاري جايزې د ګواتيمالا تلما الدانا او د کولمبيا ايوان والسکویز ته ورکړل شوې. دوی ته دغه جايزې له قدرت څخه د ناوړه استفادې، تعقيب، آزار او د مالي فساد د افشا په خاطر ورکړل شوې.

د «نوبل بديلې» جایزې بنسټ په ۱۹۸۰م کال کې د ژورناليست او د پُستي نښو پيژندونکي کارل فولمر یاکوب فون اوکسکول له خوا کيښودل شو. هغه د اروپا د مخکيني پارلمان غړی وو. د دغې جايزې اصلي مرکز د سويډن پلازمينه ستاکلهم ښار کې دی.

stu/jj (dpa, kna)/hm

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: