1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي عربستان او کاناډا پیچلي اړیکې

۱۳۹۷ دی ۲۵, سه‌شنبه

په تیرو وختونو کې د سعودي عربستان او کاناډا تر منځ اړیکې د بیلا بیلو موضوعاتو پر سر ترینګلي شوي دي. د کاناډا له لوري سعودۍ نجلۍ رهف محمد القنون، ته پناه ورکول ښایي د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي لا پسې خړې پړي کړي.

https://p.dw.com/p/3BZzG
Kanada Rahaf Mohammed el-Kunun und Chrystia Freeland
انځور: picture-alliance/empics/The Canadian Press/C. Young

رهف محمد القنون په کویټ کې له خپلې کورنۍ وتښتیده او د تایلنډ په هوایي ډګر کې يي د پناه غوښتنه وکړه. خو اوس هغه کاناډا ته رسیدلي ده. د کاناډا لومړي وزیر جستن تریدو په دې هکله وویل: «موږ د ملګرو ملتونو دا غوښتنه ومنله چې نوموړې ته پناه ورکړو. موږ خوشحاله یو چې دا کار مو وکړ. ځکه چې کاناډا پر دې پوهیږي چې دا څومره مهمه ده چې په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو له پاره مبارزه وکړي.»

د سعودي عربستان دغه ۱۸ کلنه نجلۍ د خپلو معلوماتو له مخې له دې کبله په اندیښنه کې وه که چیرې بیرته سعودي عربستان ته لیږل شوی وای، نو د کورنۍ د غړو له لوري به ورسه ناوړه چلن شوی وای. هغه د تیرې شنبې په ورځ د تایلنډ په پلازمینه بنکاک کې تم شوه او تر هغې وروسته یې د هوټل په یوه خونه کې ځان بند کړ او د ټولنیزو رسنیو د کمپاین له لارې یي خپلې قضیې ته د خلکو پام راواړوه. هغې د ټویټر د ټولنیزي شبکې له لارې د مرستې غوښتنه وکړه.

Kanada Rahaf Mohammed el-Kunun und Chrystia Freeland
انځور: picture-alliance/empics/The Canadian Press/C. Young

رهف محمد القنون په خپل پیغام کې لیکلي وو: «زه هغه نجلۍ یم چې تایلنډ ته راتښتیدلي یم. زه له جدي خطر سره مخامخ یم. د سعودي عربستان سفارت ما دې ته مجبوروي چې خپل هیواد ته ستنه شم.»

اوس دغه ځوانه نجلۍ کاناډا ته رسیدلې ده.

له سعودي عربستان څخه د تایلنډ له لارې کاناډا ته د نوموړې تیښته ښایي د کاناډا او سعودي عربستان اړیکي لا پسې خړې پړي کړي. په نومبر میاشت کې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیري کریستیا فري لېنډ، د امریکا متحده ایالاتو په څیر پر ۱۷ سعودي اتباعو باندې بندیزونه ولګول. دغه ګام د خبریال جمال خاشقجي د وژل کیدو په غبرګون کې پورته شوی وو. هغې ویلي وو: «د جمال خاشقجي وژنه د بدلون یو ټکی دی. دا د بیان او مطبوعاتو پر آزادۍ یو بې شرمانه برید دی.»

پر دې سربیره د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې په یمن کې د سعودي له لوري له تشدده ډکې جګړې پرمخ بیول او د بشري حقونو د فعالانو په نیول کیدو باندې هم نیوکې کړي وې. سعودي عربستان د فريلنډ څرګندونې په خپلو چارو کې لاسوهنه یاده کړې وه او کاناډا ته یې خپل پروازونه درولي ول. دواړو هیوادونو خپل سفیران هم رابللي وو.

خو د دواړو هیوادونو تر منځ د ټولو ناندریو سربیره سعودي عربستان ته تر اوسه د میلیاردونو په ارزښت د وسلو خرڅلاو د پلان سره سم پر مخ روان دی. د مونټریال په پوهنتون کې د حقوقو پروفیسر دانیل ترپ، دغه څه په غوسه کړی دی. نوموړی له کلونو راهیسې په دې هڅه کې دی چې سعودي عربستان ته د وسلو صادرات ودرول شي. هغه له سي بي سي، سره په مرکه کې ویلي دي: «د دې له پاره وسیلي او لارې شته. دغه تړون باید ودرول شي. دغه صادرات او آن په اړه یې فکر باید په سعودي عربستان کې د بشري حقونو د وضعیت له کبله ودرول شي. نورو هیوادونو دا کار کړی دی، آلمان هم سعودي ته د وسلو خرڅلاو ځنډولی دی.»

نوموړی پروفیسر زیاتوي چې ولې د کاناډا لومړی وزیر د دغه تړون په هکله دومره محتطانه عمل کوي، هغه یو تړون چې د ده سیاسي مخالف ستیفن هارپر، لاسلیک کړی دی. خو د یوه اړخ له لوري د تړون د لغوه کیدو په صورت کې د ستر مالي تاوان د ورکولو خبره مطرح ده. پر دې سربیره د کاناډا په اونتاریو ایالت کې د کار ځایونه خبره هم مطرح کیږي. په دې ترتیب د یوه ډیر پيچلي او محرمانه تړون څخه یادونه کیږي.

نوموړی پروفیسر زیاتوي: «د سیاسې ارادې نه شتون ته په کتو سره زه ډیر ناهیلي یم. د داسې یوه تړون تر شا پټیدل چې په هکله یي هیڅوک معلومات نه لري. ما او زما شاګردانو څو وارې د دغه تړون په هکله معلوماتو ته د لاسرسي غوښتنه وکړه، خو دغه ټولې غوښتنې رد شوې. موږ هیڅ نه پوهیږو چې دغه تړون د مجازاتو په هکله څه وايي؟ آیا دا یو میلیاردي جریمه ده که څو د میلیاردو؟»