1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادسعودي عربستان

آرامکو په درو میاشتو کې نژدې ۵۰ ميليارډ ډالره ګټه کړې

۱۴۰۱ مرداد ۲۳, یکشنبه

د سعودي عربستان د نفتو شرکت آرامکو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روان میلادي کال په دوهمه ربع کې ېې ۴۸.۴ میلیارډ ډالره ګټه کړې ده. د کال په لومړيو درو میاشتو کې دغه ګټه نژدې ۴۰ ميلیارډه ډالره وه.

https://p.dw.com/p/4FVo9
Saudi-Arabien Börsengang Aramco
د ارشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Nabil

آرامکو د ريکارډ په کچه دغه ګټه په اوکراين کې د روسېې د جګړې تر پیليدو وروسته چې د خامو تيلو تقاضا او بېې ورسره لوړې شوې، ترلاسه کوي.

سعودي عربستان د نړۍ په سطحه د نفتو تر ټولو لوی تولیدونکی هیواد دی. د نفتو له اړخه د دغه هیواد د کال په کال خالص عواید ۹۰ سلنې پورته خیز وهلی دی. د سعودي عربستان آرامکو شرکت د ۲۰۲۲م کال په دوهمه ربع کې خپله د ريکارډ په کچه دغه ګټه په داسې حال کې اعلانوي چې د کال لومړۍ ربعې ګټه ېې ۳۹.۵ ميليارډه ډالره وه.

د آرامکو مشر، امين حسن الناصر، وويل: «په داسې حال کې چې په نړیوال بازار کې بې ثباتي او اقتصادي ناڅرګندتيا په خپل حال پاتې دې، د دغه کال په لومړۍ نیمايي کې رامنځ ته شوو پيښو زموږ له دغه نظر څخه ملاتړ وکړ چې په صنعت کې روانه پانګونه مهمه ده.» الناصر زیاته کړه: «په واقعیت کې موږ داسې انتظار کوو چې د تيلو د تقاضا رشد د لسیزې تر پایه پورې ادامه ولري، البته په نړۍ کې د هغو نزولي اقتصادي فشارونو باوجود چې د لنډمهال له پاره ېې وړاندوېنې کیږي.»

آرامکو وايي چې د روان کال د دوهم ربع یا د کال د دوهمو درې مياشتو عواید ېې د لومړيو درو مياشتو عوایدو په پرتله ۲۲ اعشاريه ۷ سلنه لوړ دي او دا ېې د «مارکيټ قوي شرایط» ښودلي دي.

د آرامکو د روان نیمايي کال عوايد ۸۷ اعشاریه ۹۱ ميليارډ ډالره دي په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې عواید ېې ۴۷ اعشاريه ۸۱ ميليارډ ډالره وو.

آرامکو همدارنګه د روان کال په دوهمه ربع کې پر سهمدارانو ۱۸ اعشاریه ۸ ميليارډ ډالره ونډې ويشلي چې په دريمه ربع کې به هم همداسې وي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.