1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سريلانکا حکومت د ښځو پر مخ پټولو بندیز لګولی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۹, دوشنبه

د سریلانکا حکومت د عیسویانو پر اختر تر څو پرله پسې بریدونو وروسته، د ښځو پر مخ پټولو بندیز لګولی دی. دا قانون تر ټولو په لومړي قدم کې مسلمانو ښځو ته متوجه دی. د وضعیت کنترولو له پاره دا د حکومت نوی اقدام دی.

https://p.dw.com/p/3HcyN
Niederlande Amsterdam Frauen mit Vollverschleierung
انځور: picture-alliance/ANP/R. Vos

د سريلانکا حکومت اعلان کړی دی چې هر ډول مخ پټول چې د څیرې د پيژندل کیدو مخه نیسي، سر له همدا اوس منع دی. دا ممانعت تر ټولو دمخه هغو مسلمانو ښځو ته متوجه کیږي چې برقع یا نقاب کوي. که څه هم په دې فرمان کې په مشخص ډول د اسلامي لباس نوم نه دی اخیستل شوی.

د سریلانکا د ولسمشر په فرمان کې وضاحت ورکړل شوی دی چې د څېرې پټول «ملي او عامه امنیت ته خطر» پيښوي. دا بندیز د ترهګريزو بریدونو په پایله کې د بیړني وضعیت تر اعلانولو وروسته لګول شوی دی.

د سريلانکا د چارواکو د معلوماتو له مخي په دغو بریدونو کې چې د عیسوي اختر په ورځ پر څو عصري هوټلونو او کلیساو ترسره شول تر۲۵۰ ډير انسانان وژل شوي دي. په داسې حال کې چې حکومت د«جماعت ملي توحيد» افراطي اسلامپاله ډله د دغو بریدونو مسئول بولي، ترهگري ډلي داعش د دغو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

د سريلانکا امنیتي ادارو خبرداری ورکړی دی چې اسلامي افراطیان کیدای شي د نورو بریدونو ترسره کول هم پلان کړي. دوی ویره لري چې ممکن نور برید کوونکي له پوځي یونیفورم او کوچنیو بسونو څخه په استفادې بریدونه وکړي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: 

په سریلانکا کې مسلمانان له غبرګونو ویره لري

په دې وروستیو ورځو کې په سريلانکا کې مسلمانانو د متقابلو غبرګونو په دليل د دې هیواد له مسلمانو ښځو څخه غوښتي دي چې خپل مخونه دې نه پټوي. سربیره پر دې په ډیرو مسجدونو کې د جمع لمونځ څخه صرف نظر شوی دی.

روحاني مشرانو له مسلمانانو غوښتي دي چې د سريلانکا له عیسویانو سره د پيوستون ښکاره کولو په موخه دې، چې د دوی کلیساوې تړلي دي، خپلو مسجدونو ته نه ځي.

د سریلانکا اکثریت اوسیدونکي بودایان دي او مسلمانان د دغه هیواد د نفوس یوازې ۱۰ سلنه دي.

د سريلانکا لومړي وزیر رانیل ویکرما سینګ، ویلي دي هغه بهرني روحانیون چې کاري ویزه نه لري او د ښوونکي په توګه کار کوي باید خپلو هیوادونو ته اخراج شي. سینګ ونه ویل چې د دغو ښوونکو شمیر څومره دی او د کومو هیوادونو اتباع دي.

د حکومت د څرګندونو له مخې د وروستیو بریدونو په ارتباط تر سلو ډیر کسان نیول شوي دي. د سریلانکا لومړي وزیر زیاته کړې ده ډیر هغه اسلامستان چې په دغو بریدونو کې یي لاس درلود نیول شوي او ځنی یي وژل شوي دي.

آژانسونه/ ش. ن/ ن. ز