د سرو زرو بدیل تجارت: د کانګو جمهوريت د ختیځ له پاره امید؟
په کانګو جمهوريت کې د سرو زرو د سوداګرۍ یوه ډیره شفافه بڼه رامنځته شوې ده. په دې ترڅ کې د متحده عربي اماراتو سره د همکارۍ له لارې د سرو زرو د قاچاق د مخنیوي هڅه کیږي.
د سرو زرو په تجارت کې شفافيت
د کانګو په ختیځ کې د سرو زرو د لوهیهی کان په تونل کې يو کان کيندونکی. تر دې دمه، دلته ترلاسه شوي سره زر د پولې له لارې روانډا ته قاچاق کيږي. خو دا څه د «پريیميرا ګولد» په نوم د متحده عربي اماراتو اود کانګو ديموکراتیک جمهوريت د يوه ګډ شرکت له لارې بدلون موندلی شي. هدف د سرو زرو د تجارت د شفاف کولو دی.
د قاچاق پر ځای تجارت
د طلاو غله له سرو زرو څخه کڅوړې ډکوي. د پریمیرا گولډ اجرایوي مرستیال او وياند بنیامین بسیموا په وینا، هره میاشت نږدې یو ټن سره زر د پولې له لارې قاچاق کیږي. په ۲۰۲۲ م کال کې، یوازې ۳۴ کیلوګرامه په رسمي توګه د صادراتو له پاره اعلان شوي. خو برعکس د هغه دشرکت تر رامنځته کيدو وروسته په يوه مياشت کې په رسمي توګه يو تن سره زر صادر کړي دي.
تر ټولو خالصه طلا
یو کارګر مایع سره زر په مولډ کې اچوي. بشپړ شوی توکې دوه کیلو وزن لري او له ۱۱۰ زره یورو څخه ډیر ارزښت لري. د سرو زرو د صنعت د کارپوهانو په وینا، د لوهيهي کان سره زر د نړۍ ترټولو خالص سرو زرو څخه دي.
خطرناکه کنده
د Primera Gold شرکت هڅه کوي د کان کیندونکو وضعیت ښه کړي - د بیلګې په توګه، د کارګرانو له پاره روغتیايي بیمه په پام کې ده. په هر حال، اوس هم لا دېر کار بايید وشي: په لوهيهي کان کې اوس هم کار کوونکي د محافظت د کافي تجهیزاتو پرته کار کوي او ځيني یې حتی لوڅې پښې وي.
د معدن کارکونکو له پاره د بار کمښت
ډیر خلک د شرکت د هیلو ملاتړ کوي، خو شکمن هم دي: د بلیس بوبالا له پاره چې په سیمه کې د مدني ټولنې استازی دي لا هم په دې اړه ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاته دي. که څه هم چې د کانګو حکومت د پریمیرا شرکت ۴۵ سلنه ونډه لري خو معلومه نه ده چې ایا دا پیسې به په حقیقت کې هغو بې وزلو ټولنو ته ورسیږي چې ښوونځي، سړکونه او روغتونونونو ته اړتيا لري.
د يوه ناڅرگند برخلیک په لور نظر
په لوهيهي کان کې کان کیندونکي لا هم د خونديتوب له ناکافي تجهیزاتو سره کار کوي. پریمرا گولډ اعتراف کوي چې لاهم اوږده لاره پاتې ده. خو د شرکت ویاند بنیامین بسیموا ژمنه وکړه دا چې دوی به په ګډه دغو ننګونو ته ځواب ووايي. لومړۍ مثبته نښه دا ده چې د می په لومړۍ نېټه په سیمه کې د سرو زرو د ناقانونه سوداګرۍ پر ضد ستره چاپه وهل شوې ده.