په نړۍ کې د ۱۰۰ زرو لادرکو کسانو لټه
۱۳۹۷ شهریور ۶, سهشنبهد آلمان د سره صليب کميټې څخه هم په داسې حال کې چې د کډوالو شمير مخ پر ټيټيدو دی، په بيا بيا د هغو انسانانو د لټې غوښتنه کيږي چې د تېښتې پر مهال له خپلو خپلوانو لادرکه شوي دي.
دآلمان د سره صليب مشرې گيردا هاسلفيلد، د فونکه رسنيو ډلې ته وويل: «په ۲۰۱۷م کال کې له موږ څخه په نړيواله کچه د ۲۷۴۴ کسانو د لټې غوښتنه شوې وه. د ۲۰۱۸م کال کې په لومړيو شپږو مياشتو کې موږ ته همدا راز ۱۲۰۰ غوښتنليکونه رسيدلي دي چې دا د تير کال د همدې مودې سره برابر دي.»
هاسلفيلد وايي چې د ډيرو انسانانو له پاره چې د وسله والو شخړو، طبيعي ناورينونو او يا د تېښتې او مهاجرت پر وخت یې خپل خپلوان لا درکه شوي وي، د سره صليب خدمات د مرستې او هيلو وروستۍ مرجع ده.
سور صليب په ډیرو مواردو کې مرسته کوي
د سره صليب د مشرې په حواله د لادرکه شويو او د هغو چې د لادرکه شويو په لټه کې دي، اصلي هيوادوونه په تير کال کې افغانستان، سوريه، سوماليا او اريتريا دي. نوموړې زياته کړه: «په کابو ۵۰ سلنه قضيو کې د آلمان د سره صليب کمیټې مرسته وکړای شوه.»
د آلمان د سره صليب کميټه اټکل کوي چې سږ کال به ورته پر نورو سربيره د هغو انسانانو له خوا د لټون نوې تر نهو زره پورې غوښتنې ورسيږي چې د دويمې نړيوالې جگړې پر وخت یې خپل خپلوان لادرکه شوي دي.
د آلمان د سره صليب کميټه د سه شنبې په ورځ د لادرکه شويو د نړيوالې ورځې په مناسبت چې د اگست پر ۳۰ نیټه لمانځل کيږي، د لادرکه شويو کسانو په اړه بشپړې شمير په ډاگه کوي.
DW(kna, dpa) (B.S/S.M)