1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د سرطان د درملنې په برخه کې يو بريالی کشف

۱۳۹۸ بهمن ۲, چهارشنبه

ساينسپوهانو د انسان په بدن کې داسې حجرې موندلي دي چې دنده یې د بدن د دفاعي سيستم توازن ساتل دي. د «ټي» په نوم دغه حجرې د سرطان د څو ډولونو پر وړاندې په اغیزمنه مبارزه کې مرسته کولی شي.

https://p.dw.com/p/3WeUR
Melanoma - Hautkrebs - Illustration der Krebszellen
انځور: Imago/Science Photo Library/A. Pasieka

د روغ پاتېدو له پاره د انسان د بدن دفاعي سیستم د خپل ځان او بريد کوونکي ترمنځ بايد توپير وکولی شي. تنظيمونکې «ټي – حجرې» چې ساینسپوه سيمون ساکاگوچي کشف کړي، د بدن په دفاعي سیسټم کې د نظم ساتلو او د «ځان د کنترول» په عمل کې مرسته کوي.

په دې توگه د اضافي عکس العلمونه مخه نيول کيږي. بې له دې حجرو بدن کله کله پر روغو حجرو هم بريد کوي.

ساکاگوچي لومړی ساينس پوه وو چې د دې حجرو ماليکيولي بنسټ او کار یې مشخص کړی دی. د بدن د معافيت د برخې دې جاپاني ډاکتر وښووله چې «ټي – حجرې» د هغه دفاعي حجرو په کار کې خلل اچوي چې تر حده ډېرې فعالې وي او د بدن پر حجرو بريد کوي.

په Autoimmune يا خود ايمني ناروغيو کې قضيه همداسې وي. يعني د بدن دفاعي سیستم د بدن پر نورو حجرو بريد پېلوي.

نوموړي ته د خپلې دې څېړنې له پاره د »پاول ايرلش او لودوگ دارم شتيتر« جایزه هم ورکول کیږي. د دې بنسټ مشر توماس بوهم وويل: «هغه له دې کشف سره يو نوی څپرکی پرانيستی دی. تنظيمونکې «ټي – حجرې» دا دنده لري چې په بدن کې موجودې وژونکې حجرې په کنترول کې وساتي.»

د درملنې له پاره یې اهميت

«ټي – حجرې» د انسان د ايمني سیسټم يوه ډېره مهمه برخه ده. دا حجرې له بدن سره مرسته کوي چې په اصطلاح د خپل ځان د تحمل کولو له عمل سره مرسته کوي. دا د بدن د دفاعي سیسټم وړتيا ده چې د پردي او خپل ترمنځ توپير وکولی شي او پر خپل بدن بريدونه ونه کړي.

خو که چېري دا سيسټم سم کار ور نه کړي نو د Autoimmune يا خود ايمني ناروغيو لکه د ديابت يا شکر د لومړي ډول، ايم ايس او يا روماتيزم په څېر ناروغيو خطر زياتيږي. حساسيتونه رامنځته کيږي او يا همدا ډول ورته عکس العملونه. دا د دې سبب گرځي چې له ټي حجرو پرته په کولمو کې طبيعي باکترياوې نه زغمل کيږي.

په ټوله نړۍ کې دمگړۍ د «ټي – حجرو» په اړه  څيړنې رواني دي. د توماس بوهم په خبره دا حجرې د سرطان د څو ډولونو پر وړاندې په اغیزمنه مبارزه کې مرسته کولی شي. هغه زياتوي چې دا حجرې زموږ د بدن د دفاعي سيسټم يوه مهم برخه جوړوي.