د ساينس په بنسټ ايښوولو کې د یهودي، مسلمان او عیسوي عالمانو رول
د اوسني وخت د ساينس ریښې له عیسوي، مسلمان او یهودي څیړونکو سره یوځای کیږي. په منځنۍ پيړۍ کې دوی د پخوانیو مفکرینو آثار ژباړلي وو. په برلين کې پر دې موضوع د یوه نندارتون انځورونه دلته لیدلی شئ:
لومړی ساينس پوه
د یوناني کارپوه ارسطو دغه انځور په ۱۴۵۷م کال کې ښکل شوی وو. دا هغه وخت وو چې له ډیرو لیري سیمو څخه خلک د لرغوني یونان د مفکرينو او فلیسوفانو له لارښوونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه هلته تلل.
ستوري، سپوږمۍ او لمر
په کایناتو کې د ځمکې د مدار اهمیت لکه د نن په څیر په منځنیو پیړیو کې هم د عالمانو له پاره همدومره مهم وو. دا انځور له ۱۳۹۲څخه تر ۱۳۹۴م کالونو ترمنځ دی. دا د کوپرنیکس له دورې نږدې ۱۰۰ کاله مخکې دوره ده. کوپرنیکس موندلې وه چې ځمکه د لمر گرد چاپيره څرخي.
نورو ته د علم رسول
تر دې نږدې ۶۰ کاله وروسته یوهانس ګوتنبرګ، پرنټ یا چاپول کشف کړل. دا د لاس په وسیله لیکل شوی یو کتاب دی. په دې وختونو کې په یهودی، مسلمان او عیسوي کلتورونو کې یو داسې صنعت رامنځته شو، چې کار به یي د پخوانیو لیکنو ژباړل او راتلونکو نسلونو ته د هغې رسول وو.
د نړۍ د علومو کارپوهان
دا په ۱۳۷۰ م کال کې د لیکل شوي یوه کتاب انځور دی. په دې کې له تر ستورو ډک آسمان لاندې ۱۲ تنه لیدل کیږي. د دوی له جامو څخه داسې معلومیږي چې دغه ۱۲ عالمان په مختلفو مذهبونو او کلتورونو پورې اړه لري.
د ستورو د حرکت مدار
په ۱۰۲۹م کال کې مسلمان څیړونکي د هسپانیي په تولیدو ښار کې دا اسطرلاب یا په اصطلاح په آسمان کې د زاویي د اندازه کولو مقیاس جوړ کړ. د اندلس مسلمانانو په ۷۱۱م کال کې جزیره نما آئبیریا(اوسنۍ هسپانیا) نیولې وه. دوی تر ۱۴۹۲م کاله پورې پر دې سیمې حکومت وکړ. تر ۷۰۰ کاله حکومت وروسته دوی د ادب او ساختماني هنر بهترينه خزانه په میراث پریښودله. له دې جملې څخه په غرناطه کې د الحمرا کلا یادونه کولی شو.
مختلف کلتورنه او یو ډول فکر
دا اسطرلاب له پخواني اسطرلاب سره ډیر ورته والی لري. خو دغه انځور له یوه داسې کتاب څخه اخیستل شوی دی چې مخکتنه یې تر هغې ۴۰۰ کاله وروسته په ویانا کې شوې وه. دا کتاب د فلکیاتو د علم اړوند یو سند پورې تعلق لري.
د سپوږمۍ په باره کې
د هرې زمانې د فلکیاتو د علم څیړونکو د سپوږمې سره خاصه لیوالتیا درلودلې ده. د آلمان په لايپزیک ښار کې په ۱۵۰۵م کال کې خپور شوي کتاب کې د سپوږمۍ د مختلفو موقعیتونو او حرکتونو په باره کې ویل شوي دي.
ورځ، میاشتې او فصلونه
په هر مذهب کې جنتري یا تقویم ارزښت لري. دا د ساينس په توګه د فلکیاتو په علم او د عقیدې په نظام کې د یوه پول رول لوبوي. دا په ۱۴۱۵م کال کې په ویانا کې په عبراني ژبه لیکل شوی یو مذهبي کتاب دی. د کتاب پر دې مخ د کال دویمه ورځ ښوول شوې.
سالمه غذا
مشهور یوناني عالم بقراط د خوړو په هلکه ځنې سپارښتنې کړي دي. دغه مشورې د لسمې پيړۍ د خلکو له پاره هم ډیرې په زړه پورې وې. په دې کتاب کې د سالم غذایي رژیم په هکله ویل شوي دي.
روغتیا
په ۱۴مه پيړۍ کې د بقراط د پوهې او ځیرکتیا یوه بله بیلګه، دا کتاب په پاريس کې لیکل شوی وو. د کتاب پر دې مخ د نورو تفصیلاتو ترڅنګ یو ناروغ په داسې حالت کې ښودل شوی چې درملنه یي کیږي.
د ماشوم زیږیدنه
دا کتاب په ۱۴مه عیسوي پیړۍ کې په سویلي فرانسه کې د ماشوم زیږونکو روغتیاپالو له پاره لیکل شوی وو. په دې کې د ماشوم د زیږیدنې د مختلفو پړاونو په هکله معلومات لیکل شوي دي.
علم قدرت دی
د اوسني ایران او پخواني فارس مشهور طبیب او فلسفي بو علي سینا په دې انځور کې د یوه بادشاه په شکل کې ښوول شوی دی چې شاوخوا یي نور طبیبان ناست دي او د درملنې پر موضوع خبرې کوي. دا انځور د بو علي سینا تر مړينې ۶۰۰ کاله وروسته یعنې د ۱۵مې پیړی دی.
انسان او حیوانات
په دې کتاب کې د یوه خطرناک مار د نیولو د طریقو په هکله ویل شوي دي. دا کتاب په ۱۲۲۰م کال کې په موصل کې په عربي ژبه لیکل شوی وو. په دې کتاب کې د عیسوي فلسفې او ساينسي چارو د کارپوه یوهانس فیلوپونس د لیکنو حواله هم ورکړل شوې ده.