1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د زیږد له پاره د غیر ضروري عملیاتو شمیر ډیر لوړ شوی

۱۳۹۷ مهر ۲۳, دوشنبه

د يوې نوې څيړنې په حواله په ټوله نړۍ کې په سونه زره ښځې نړۍ ته د ماشومانو د راوړلو له پاره غير ضروري او خطرناک علمياتونه کوي. د څيړنې په حواله د دغو ښځو له ډلې څخه ډير شمیر یې کولی شي چې په طبيعې توگه هم ماشوم وزيږوي.

https://p.dw.com/p/36Y4i
Geburt durch Kaiserschnitt
انځور: Imago/Pacific Press/A. Karimov

د دې تازه څيړنې پر اساس د ماشوم د زيږولو دا اختياري يا د خپلې خوښې عمليات په ټوله نړۍ کې ډير زيات کيږي او په اصطلاح پر «يوه وبا بدل» شوي دي.

څيړنې ښوولي چې د ۲۰۰۰ کال څخه نيولې بيا تر ۲۰۱۵ م کاله پورې په ټوله نړۍ کې د ماشوم د زيږولو له پاره عمليات کابو دوه چنده زيات شوي دي. د ماشوم د زيږولو په ترڅ کې د ځینو ستونزو پر وخت «Caesarean section» چې په لنډه توگه ورته «سي سيکشن» هم ويل کيږي، د مور او ماشوم د ژوند د ژغورنې پاره ډير مهم ثابتيږي. خو په غیر ضروري توگه د دې ډول عملياتو د کولو له کبله د روغتيا په څانگه زياتو پېسو ته اړتيا وي.

د «دي لينسيت» په نوم مجله کې د خپرې شوې دې څيړنې په حواله په ټوله کې په لس يا پنځلس سلنه مواردو کې عملياتو ته اړتيا پيښيږي خو په ۲۰۰۰م کال کې کابو ۱۲ سلنه سي سيکشن عمليات ترسره شوي ول. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۵م کال کې بيا د دې ډول عملياتو فيصدي ۲۱ ته لوړه شوې وه.

د روغتيا د نړيوال سازمان او يونيسف د شميرو پر اساس په ۱۹۶ هېوادونو کې په دې برخه کې توپيرونه ليدل شوي دي. په ۶۰ سلنه هېوادونو کې د ماشومانو د زيږولو په خاطر دغه ډول عمليات شوي خو په ۲۵ سلنه هېوادونو کې بيا د اړتيا په صورت کې هم عمليات نه دي شوي.

له دې څيړنې څخه جوته شوې چې هغه ښځې چې اقتصادي وضعيت یې ښه دی، په هغو کې د ماشوم د زيږولو په موخه د عملياتو فيصدي لوړه ده. زياته شوې چې په ځينو هېوادونو کې دا ډول علميات په اصل کې د «عصريتوب» يوه نښه ده او مود او فيشن گرځيدلی دی.

په څيړنه کې خبرداری ورکړل شوی چې دا ډول غير اړين عمليات د ميندو پر روغتيا ناوړه اغیزه لرلی شي او له همدې کبله یې د مخنيوي له پاره اړينه ده چې حکومتونه لاس په کار شي.

دا هم ويل شوي چې ميندو ته بايد د دې عمليات او د طبيعي لارې د ماشوم د زيږدون په اړه زيات معلومات ورکړل شي څو دوی د ځان له پاره سمه پريکړه وکړي.

زموږ له آرشيف څخه: