د زړه په اړه په زړه پوري معلومات
د يوه انسان زړه د هغه د ژوند په اوږدو کې تقريباً درې ميليارده وار دربيږي چې دا د حيرانتيا وړ چاره ده.
د طبيعت يوه معجزه
د موټي په شکل جوړ دا عضلات په دقيقه کې کابو ۷۰ ځله ځان ټولوي او په دې توگه په ورځ کې تر۱۰ زره ليتره پورې وينه بدن ته پمپوي. دا کار ټول عمر کوي. د اړتيا په صورت کې، د مثال په توگه کله چې انسان سپورت کوي، زړه یې د نورمال حالت په پرتله بدن ته پنځه وارې زياته وينه ليږدوي.
دوه وارې زيات کار
په اصل کې زموږ زړه له دوو پمپونو جوړ شوی. ځکه د وينې دوه جريانونه لرو. د زړه ښی خونه يا برخه وينه سږو ته پمپوي چې هلته وينه آکسيجن اخلي. په عين وخت کې د زړه کيڼه برخه په هماغه اندازه وينه بدن ته ليږدوي. دا ساده کار نه دی.
د زړه ضربان
زړه که پر دوو برخو وویشو نو هر نيمه برخه يې په اصطلاح يوه حويلې يا مخکې برخه او يوه خونه یا کوټه لري. وينه يوازې يوه اړخ ته بهيدلای شي ځکه د زړه د مخکې برخو او همدا راز د کوټو ترمنځ والوونه موجود دي.
سخت کار
زړه هم يوازې يوه عضله ده خو يوه ډېره ځانګړې. دا د پښو او لاسونو عضلو ته ورته ده، ځکه دا عضله هم ځان ډېره په چټکۍ او ډير زور سره ټولولی شي. خو د زړه عضلات ډيرې قوي دي او نه ستړي کيږي.
طبيعي حرکات
که تاسو چيري کوښښ هم وکړئ چې د زړه درزيدا مو ودروئ، دا کار شونی نه دی ځکه زړه د عصبونو له لارې نه کنتروليږي، بلکې يو ځانگړی لارښود لري. د زړه په مخکې برخه يا حويلې کې د سينوس غوټو په نامه د حجراتو يو گروپ پروت دی چې په منظم ډول د کوچنيو برقي ټکانونو په ورکړې سره زړه دې ته اړ کوي چې ډېر په چټکۍ سره خپل کار وکړي او ځان راټول کړي.
له ريتمه وتل
کله چې زړه له خپل منظم رېتمه ووځي، د مثال په توگه د Ventricular fibrillation يا د زړه د خونو د بې نظمه کيدو پر وخت نو د زړه عضلات شخ پاتيږي او بدن ته د وينې دوران نه ترسره کيږي. يوه ټکان ورکونکې آله defibrillator بيا دغه خطري حالت له منځه وړي تر څو زړه بیرته په خپل نورمال رېتم کې کار پيل کړي.
ژوند ژغورنکی
کله چې د يوه ناروغ د زړه ضربان کم يا سست وي نو يو مصنوعي ضربان جوړونکی ورسره مرسته کولای شي. دا آله بريښايي موجونه جوړوي او د زړه عضلاتو ته يې ليږدوي. ياده آله په لومړي ځل په ۱۹۵۸م کال کې يوه ناروغ ته ولگول شوه. اوسنۍ آلې په اوسط ډول اته کاله کار ورکوي.
د زړه عمليات
کله چې د زړه د عملياتو اړتيا پېښه شي نو ډاکتران بايد د لږ وخت له پاره زړه ودروي او د وينې دوران بند کړي. دا په اصل کې مرگ دی. خو په ۵۰ مه لسيزه کې ساينس پوهانو دا مشکل حل کړ: دوی د زړه او سږو يو ماشين جوړ کړ. دغه آله د يو څه وخت له پاره د زړه او سږو کار کوي. يعني وينې ته آکسيجن ورکوي او بدن ته یې انتقالوي.
د ورانه له لارې زړه ته رسيدل
عصري طب د دې زمینه برابره کړې چې د سينې د څيرې کولو پرته د زړه عمليات او يا نورې معاينې ترسره شي. په دې موخه ډاکتران Cardiac Catheter يا يو نری پلاستکي پايپ د ورانه، څنگلې او يا مړوند له لارې لومړی رگ ته او بيا زړه ته تېروي.
کتېدونکی وال
کله چې د زړه يو وال خراب شي او يا وسوليږي نو بايد بدل شي. ډاکتران یې يا خو بيالوژيکي بديل لټوي او يا ميخانيکي د اوسپني جوړ والونه استعمالوي. خو اوس داسې پلاسيتکي والونه هم جوړ شوي دي چې کتيږي او په آسانۍ سره د رگ له لارې په زړه کې نصبيدلی شي. يعني د زړه د پرانيستلو اړتيا نه وي.
ژوند ژغورونکې وسپنه
کله چې د وینې يو شريان تنگ شوی وي، ډاکتران بيا په دغه رگ کې کاتيتر نه شي داخلولی او د رگ دغه تنگه برخه د يوې پوقانې په وسيله پراخوي. دا چې بيا وروسته دغه رگ بيرته راتنگ نه شي، يو کوچني اوسپنیز جال چې «ستېنت» ورته ويل کيږي (په انځور کې) د رگ د تکيه کولو له پاره هلته ږدي.
کله چې زړه نه غواړي نور کار وکړي
په لومړي ځل په ۱۹۶۷م کال کې د زړه د بدلولو عمليات ترسره شول چې دا هغه وخت يوه لويه خبره وه. خو اوس يوه عادي چاره گرځيدلې ده: هر کال ډاکتران په زرونه داسې عمليات کوي او د هغو انسانانو زړونه چې تر مړينې وروسته یې د زړه د هديه کولو وصيت کړي وي، نورو انسانانو ته انتفاليږي. خو د نوي زړه خاوند بايد ټول عمر درمل وکاروي څو یې بدن دغه پردې غړی ومني.
پمپ
د زړه بسپنه ډيره کمه ده. کله چې د يوه انسان زړه سم کار نه کوي د مثال په توگه د زړه د عضلاتو د کمروزۍ له وجې نو کيدای شي له زړه په مصنوعي توگه مرسته وشي. يعني د انسان خپل ناروغ زړه په بدن کې پاته وي خو يو پمپ چې د عمليات له لارې ورته لگول شوی وي، یې تقويه کوي. د دې پمپ بيتري او د کنترول آله د بدن څخه دباندې وي.
مصنوعي زړه
د يوه مصنوعي زړه جوړول چې په مکمله توگه د انسان د زړه بديل وي، د څيړونکو ارمان دی. داسې يوه آله چې د تارونو او پايپونو پرته په زړه کې نصب شي او په کلونو کار وکړي. تر اوسه د داسې زړه څو نمونې جوړې شوي دي.