1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د زړه له پاره ګټور خواړه

۱۳۹۸ تیر ۲۸, جمعه

کيدای شي تاسې د سالم زړه له پاره د ګټورو خوړو په لسګونو ډولونه لیدلي وي، خو د ځينو خوړو غوره کول،چې ستاسې په نظر به سالم نه ښکاري، کيدلی شي په دغو نوملړونو کې ورزیات شي.

https://p.dw.com/p/3MKn2
Frühstück Bildergalerie Deutschland EINSCHRÄNKUNG
انځور: picture-alliance/dpa/Soili Jussila

وروستيو څيړنو ښودلې ده چې قهوه د HDL د سطحې لوړول يا هماغه په وینه کې د ګټورو کلسترولو د زیاتيدلو سبب کيږي،ورسره دا چې التهاب هم کموي. په منظم ډول د قهوې څکل په دیابت باندې د اخته کيدو خطر هم کموي.

که چيري تاسې د خپل زړه د روغتیا په اړه انديښنه لرئ، نو نور د چرګو د هګيو په خوړو کې شک ونه کړئ. وروستيو څيړنو ښودلې ده چې د چرګو هګۍ کلسترول نه ډيروي. د پام وړ خو دا ده چې وپوهيږئ، حتی د ورځي د درو هګيو خوړل د HDL ګټور کلسترول زياتوي، نه دا چې د LDL.

د چرګو هګۍ د B او D  ويټامينو درلودونکې دي چې دغه دواړه د زړه روغتيا له پاره ډير ګټور دي.

د مم پليو کوچ له هغو خوړو څخه دي چې ډير کسان وايې خوندور خو ناسالم. هو په دغه ډول کوچو کې د غوړو سطحه لوړه ده. خو څيړنو ښودلې ده چې دغه ډول غوړ د زړه د روعتيا له پاره ډير ګټور دي او د دغه کوچو خوراک د وچې ميوې په ډول زړه له ناروغۍ ساتي. که تاسې تر اوسه پورې د خپل وزن کمولو په هڅه کې ياست، د خپلو خوړو په هکله پام وکړئ، ځکه د پليو د کوچو يوه کاچوغه ۹۴ کيلو کالرې لري.

خو د شکولاتو په بيلا بيلو ډولونو کي، لږ تور رنګه شکولات د آنتی اکسیدانی خواص لري. په دغه شکولاتو کې موجود فلاونول د زړه روغتيا او د وينې بهیدلو سره مرسته کوي، چې په زړه کې د وینی د لخته کیدلو مخه نيسې. د رانیولو په وخت کې ځان ډاډه کړئ چې دغه ډول شکولات د ۷۰ سلنه خالص کاکؤ درلودونکي  او پرته له شکرې وي.

ولې بايد په خالې معده قهوه ونه څکو؟

Frau mit Tasse Kaffee
انځور: Fotolia/Africa Studio

د قهوې څکلو په هکله مو خبرې وکړې، خو د هغې څکل هم يو لړ آداب لري. د ۶۳ سلنه امريکايانو له پاره د ورځې په پيل کې د قهوې څکل په زړه پورې دي. خو سره د دومره ډيرو پلويانو قهوه په خالې معده بايد ونه څکل شي. د سهار په پيل کې له سبا نارې څخه تر مخه د قهوې څکل، کيدلې شي ستاسې په بدن کې کورتيزول پورته کړي.

له هغه شيبې څخه چې تاسې خپلې سترګې پرانيزئ، دغه هورمون چې ستاسې په بدن کې د محافظوي سيتسم تنظيمونکې دې، د سون توکو د جوړښت ميتابولیزم او د استرس مسول دې، خپريږي.

که چيرې تاسې قهوه په خالې معده څکئ، نو ستاسې په بدن کې د کورتيزولو سطحه لوړيږي او بدن مو تر زیات فشار لاندې راولي. د هغو څيړنو له مخې چې Readersdigest له خوا د طب محصلینو په منځ کې د قهوې څکل وارزول، څرګنده شوې چې هغو محصلینو چې په خالې معده يې قهوه څکله، ډير تر سترس لاندې راتلل.