1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زعفرانو جنیټیکي راز کشف سو

۱۳۹۷ اسفند ۲۶, یکشنبه

د زعفرانو یوه معینه اندازه صحت ته ډیره گټه لري. تر اوسه پوري د زعفرانو کښت او وده ډیر پیچلئ روند لري او دغه بوټی اوس هم ډیر گران دی. خو په نوي کشف سره به دغه حالت هم بدلون ومومي.

https://p.dw.com/p/3FCnZ
Safran-Fäden Crocus sativus
انځور: picture-alliance/imagebroker/M. Peukert

ښايي ډیر لږ کسان پوه وي، چي زعفران اصلأ یو راز لري او همدغه راز د دې سبب سوی دی، چي دغه بوټی د نړۍ تر ټولو گران بوټی وي. یو کیلو گرام زعفران په جهاني بازارونو کي تر ۳۰۰۰۰ یورو پوري خرڅيږي. د لوړ قیمت علت یې د دغه طبي بوټي د په زحمته ډکي ودي او اوږده وخت حاصل ورکولو کي پروت دی. ځکه چي زعفران د هغه د گلانو د یوې خاصي رشتې څخه  ټولیږي. د زعفرانو گل دقیقأ درې گران بيې رشتې لري، چي په ډیر احتیاط سره باید په لاس باندي د بنفشه يي گلبرگونو څخه راټول سي.

 

یوازي د زعفرانو حاصل نه دی، چي هغه یې دومره سخت کړی دی، خپله د زعفرانو کرل له اوله سره ډیر مغلق روند لري. د هغه دلیل دا دی، چي دغه بوټی یوازي یو غیر قابل تکثر کلون لري، کوم چي د درو گونو کروموزومونو یوه مجموعه ده. خو څنگه چي دغه کروموزومونه د گرده افشانۍ پر وخت یو ډول نه سره تقسیمیږي، نو یې په حقیقت کي د زعفرانو بوټی غیر قابل تکثر کړی دی. په همدې دلیل د زرونو کلونو راهیسي زعفران د هغه د پیازو د تقسیمولو له لاري کرل کیږي.

عملأ غیر قابل تکثر

خو دغه وضعیت اوس کیدلای سي، تغیير وخوري. ځکه چي د جرمني د درسدن ښار د تخنیکي پوهنتون ساینس پوهانو اوس دغه معمأ حل کړې ده، کومي موضوع چي بوټي پیژندونکي یې د لسیزو راهیسی مشغوله کړي ول. د دغه پوهنتون ساینس پوهانو اوس د دغه کلون په اصطلاح والدین، چي په ټوله نړۍ کي یو ډول دي، پیدا کړي دي. هغوی دا خبره کشف کړې ده، چي دغه بوټی په اول سر کي څه ډول القاح سوی دی.

Safran-Fäden Crocus sativus
انځور: picture-alliance/Arco/J. Pfeiffer

د زعفرانو د تولیداتو ډیریدل او د بیو رالویدل

د پخوانیو فرضیو برعکس د زعفرانو د بوټي دواړه ښځینه او نارینه تخمې یا په اصطلاح پلار او مور یې مختلف ډولونه نه ، بلکي په لومړي سر کي هم یو ډول وې. هغه یو یوناني وحشي بوټئ و، چي د دوه گوني کروموزومونو مجموعه وه. د جنیټيکي القاح په نتیجه کي هغه بوټي چي لږ تفاوت سره لري، د دوو جوړو کروموزومونو په عوض درې جوړې انتقال سوي دي، چی په سبب یې همدغه د زعفرانو بوټئ رامنځته سوی دی.

ساینس پوهان د زعفرانو د ابتدايي بوټي د ډول تر کشفیدو وروسته هیله مند دي، چي په رتلونکي کي به وکولای سي د زعفرانو نورو ډولونو ته، چي د القاح قابلیت ولري، وده ورکړي. دا به نو بیا یو لوی بریالیتوب وي، ځکه چي زعفران یوازي د خوړو او نوشابو د معطر کولو دپاره نه، بلکي د صحت له پاره هم ډیر گټور دي.

Safran-Fäden Crocus sativus
انځور: Imago/Depo

د زعفرانو ډیر استعمال هم گټور نه دی

مختلفو څيړنو ښوولې ده، چي زعفران د مثال په ډول د انسان پر روح او روان باندي مثبت اثر لري او د پریشانۍ یا ډیپریشن دپاره هم ډیر مفید دي. د دغه بوټي د ډیر انتي اُکسایډ د غلظت په سبب، لکه کروسین او سافرانال د بدن پر حجرو باندي ډیر مثبت تأثیر کوي. په ۲۰۰۸ م کال کي د یوې څيړني پر بنأ زعفران شهواني قدرت ډیروي. دغه موضوع په موږکانو کي تجربه سوې ده. یو بل تحقیق ښکاره کوي، چي زعفران د ښځو د میاشتني عادت د راکمیدو سره مرسته کوي.

خو لکه څنگه چي د نورو خوراکونو په هکله هم اعتبار لري، د زعفرانو په استعمال کي هم باید له احتیاط څخه کار واخیستل سي. ځکه که هغه تر حده ډیر استعمال سي، نو د نورو مفیدو بوټو په ډول به هغه هم زهرجن اغیز ولري . د انسان د هر کيلوګرام وزن پر تناسب بايد د زعفرانو اندازه له شپېتو ملي ګرامو څخه اضافه نه سي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 06.11.2017)