غني د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي ژمنه وکړه
۱۳۹۸ شهریور ۲۹, جمعهتر هغه وروسته چې په دوحه کې د امریکایي او طالب مرکچیانو تر منځ خبرې اترې په ټپه ودریدې، افغان حکومت، امریکا متحده ایالاتو او طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دغه بریدونه د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د ملکي تلفاتو د لوړیدو لامل هم شوي دي.
ولسمشر اشرف غني، د جمعې په ورځ په ننګرهار ولایت کې وویل چې نوي تدابیر له دې کبله عملي کیږي چې د ملکیانو د وژل کیدو مخه ونیول شي. د غني په خبره داسې اقدامات به وشي چې د بې ګناه کسانو وژنه او هوایي عملیاتو مخه به ونیسي.
خو دا یوازې د بهرنیو او افغان ځواکونو عملیات نه دي چې ملکي وګړي یې قرباني کیږي.
طالبانو هم په وروستیو وختونو کې خپل بریدونه ډیر کړی چې له کبله یې د ملکي تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.
د پنجشنبې په ورځ د زابل ولایت په مرکز کلات کې یوه ځانمرګي برید ۳۹ کسان ووژل او تر۱۴۰ ډیر نور یې ټپیان کړل. تر دې مخکې په دې برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۰ کسان ښول شوی وو.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام، ویلي دي: «په وژل شویو کې یوازې دوه تنه یې امنیتي ځواکونه ول، نور ټول ملکیان دي چې پکښې ښځې، ماشومان، ناروغان او پای وازان شامل دي.» هغه زیاته کړه: «روغتون په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.»