1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روهنګیا مسلمانانو دردونکي کیسه

۱۳۹۹ فروردین ۲۸, پنجشنبه

د پناه په لټه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۸۲ تنه روهنګیا مسلمانان مالیزیا ته د رسیدو په هڅه کې تر ناکامۍ وروسته نږدې دوې میاشتې په سمندر کې ایسار پاتې ول. په دې منځ کې د ۳۲ تنو مړي له مجبوریته سمندر ته غورځول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3ayxu
Malaysia Rohingya aufgegriffenes Flüchtlingsboot
انځور: picture-alliance/AP/Malaysian Maritime Enforcement

دغو په لسګونو روهنګیایې مسلمان پناه غوښتونکو غوښتل ځانونه مالیزیا ته ورسوي. دا چې د کرونا ویروس وبا د خپریدو پر وړاندې مبارزې په خاطر مالیزیا هم خپل په ساحلي سیمو کې کنترول او ګزمې زیاتې کړي دي نو دوی ونه توانیدل ځانونه منزل ته ورسوي او په دې توګه په ورځو ورځو په سمندر کې ایسار پاتې شول.

له پناه غوښتونکو څخه په ډکې دغې کښتۍ کې زیاتره ښځې او ماشومان سپاره ول. کله چې دغه کښتۍ د بنګله دیش هیواد د کوکس بازار د ساحلي ولسوالۍ بهار چهاراګهاټ سیمې ته ورسید، سمدستي د چاواکو له خوا ونیول شوه.

د بنګله دیش د ساحلي ګارد یو ویاند جنرال شاه ضیاء الرحمن وویل: »موږ د کب نیونې له پاره استعمالیدونکې یوې لویې کښتۍ څخه لږ تر لږه ۳۸۲ روهنګیان ژغورلي او د ټیکناف ساحل ته رسول شوي دي. دوی ټول له ولږې مړه کیدل او له ۵۸ ورځو راهیسې په سمندر کې ایسار پاتي ول او له تیرې یوې اونۍ راهیسې زموږ د سیمې په اوبو کې رامخته کیدل.«

ضیاء الرحمن د دغو روهنګیانو د درد او رنځ کیسه کوي:» په دغې کښتۍ کې چې تر ګنجایش ډير کسان سپاره ول د سفر پر مهال ۳۲ تنه روهنګیان مړه شول او له مجبوریته یې مړي سمندر ته ور وغورځول شول. په کښتۍ کې سپرو یو شمیر نورو کسانو بیا د مړو شمیر ۲۸ ښودلی دی.«

Opfer des Kinderklimas in Bangladesch
د بنګله دیش ساحلي ساتونکي ويلي چې د کب نیونې په يوه کشتۍ کې يې لږ تر لږه ۳۸۲ روهنګیان يې ژغورلي - آرشيفانځور: picture-alliance/AP Photo/D. Yasin

نوموړي په دې اړه په خپل یو تویت کې لیکلي دي: »د روهنګیانو هغه کښتۍ چې نن بنګله دیش ته رسیدلې ده په هغې کې وارخطایې حاکمه ده. مالیزیا دغه کښتۍ درې واره خپلې سیمې ته له داخلیدو منع کړه او بالاخره دغه کښتۍ بیرته ستنه شوه. یو شمیر مړي اوس هم په کښتۍ کې دي. د کرونا خطر په پام کې نیولو سره یو شمیر بنګله دیشیان هم ویریدل چې له دوی سره مرسته وکړي.«

په بنګله دیش کې اوس یو میلیون روهنګیا مسلمانانو پناه ترلاسه کړې ده کوم چې په ګاونډي هیواد میانمار کې له ظلم او تیري څخه تښتیدلي دي.

د یادونې وړ ده چې د ميانمار په راکهین ایالت کې د مسلمانانو پر وړاندې تر پوځي عملیاتو وروسته، تر۷۰۰ زرو ډیر روهنګیا مسلمانان له میانمار څخه وتښتیدل او د بنګله په سرحد کې په کمپونو کې ژوند کوي.

د میانمار په راکهین ایالت کې پوځي عملیات په ۲۰۱۷م کال کې پيل شوي وو، چې ملګري ملتونه یې له نسل وژنې سره تعبیروي. له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې نږدې یو میلیون روهنګیایې مسلمانانو خپل کورونه پریښودلي او په پلي مزل او کښتیو کې یې ځانونه ګاونډي هیواد بنګله دیش ته رسولي دي.

د میانمار حکومت وایي چې دغه عملیات یې د روهنګیایي افراطیانو پر وړاندې شروع کړی وو. په دې جریان کې پر پوځ د تشدد، جنسي تیري او قتل تورونه لګول شوي دي.

خو د میانمار حکومت د روهنګیا اقلیت له خوا د دغه هیواد پر پوځ لګول شوي د ډله ایز جنسي تیري او قتل ټول تورونه ردوي.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز

له آرشيف څخه د روهنکيا د هجرت د وخت يو انځوريز البوم: