1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د روهنګيا مهاجرو پر بيرته ستنيدو هوکړه شوې ده

۱۳۹۷ آبان ۸, سه‌شنبه

بنګله ديش او ميانمار د روهنګيا مهاجرو پر بيرته ستنيدو هوکړه کړې ده. دغه پروسه په نوامبر مياشت کي پيليږي. ملګرو ملتونو يوه اوونۍ مخکې خبرداری ورکړی وو چې په ميانمار کې د روهنګيا مسلمان لږکيو نسل وژنه لا هم ادامه لري.

https://p.dw.com/p/37OHe
Bangladesch Rohingya Flüchtlinge in Kutupalong Flüchtlingslager
انځور: picture-alliance/NurPhoto/T. Chowdhury

د بنگله ديش او ميانمار چارواکو ويلي دي چې له بنگله ديش څخه ميانمار ته د روهنگيا مهاجرو پر بيرته ستنېدو باندي سره سلا شوي دي. ويل شوي دي چې دغه پروسه به د روان ۲۰۱۸م کال د نوامبر مياشتي په نيمايي کي پيل شي.

له ميانمار څخه بنګله ديش ته د روهنګيايي مهاجرو تيښته د ۲۰۱۷م کال په اګست مياشت کې وروسته له هغې پيل شوه چې د ميانماري ځواکونو په راخين ایالت کې چيرته چې دغه مسلمان اقليت اوسيد، پوځي عمليات پيل کړل.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي، حاضردمه د بنګله ديش له ګڼې ګوڼې څخه په ډکو کمپونو کې څه باندې ۷۲۰ زره روهنګيايي مهاجر ميشت دي. پر ميانماري ځواکونو تورونه لګول شوي دي چې د عملیاتو پر وخت يې پر روهنګيايانو سره د وژنو، جنسي تيريو او د کورونو سوځولو په ګډون سخت تاوتريخوالی کړی دی.

څيړونکو ويلي چې د میانمار پوځ لوړ پوړي چارواکي بايد په راخين ايالت کې د نسل وژنې په تړاو تر پوښتنو لاندې ونيول شي، خو ميانمار دغه تورونه رد کړي او ټينګار کوي چې د دوی ځواکونو د اورپکو پر وړاندې له خپل ځانه دفاع کړې ده.

میانمار او بنګله ديش د ۲۰۱۷م کال په نوامبر کې هم اعلان کړې وو چې د يو لوي پلان په چوکات کې به د روهنګيايانو د بيرته ستنيدو بهير پيلوي، خو دغه بهير د ځينو لاملونو له وجې عملي نه شو. د بيلګې په توګه دواړو لورو يو پر بل د پلان ځنډولو تورونو لګول. د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړ چې ميانمار ته د روهنګيايانو تر بيرته ستنيدو وروسته ښايي هغوی د لا ډيرو جرمونو په ارتکاب محکوم کړل شي.

د میانمار چارواکي په وروستۍ مياشت کې د څه باندې سل تنه روهنګيايي مهاجرو د بيرته ستنيدو خبره کوي، خو بنګله ديش بيا وايي چې تر اوسه لا د بيرته ستنيدو رسمي بهير نه دی پيل شوی.

د بنګله ديش د بهرنيو چارو وزارت معین، شاهدالحق، په ډاکه کې د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ تر خبرو اترو وروسته وويل: «موږ هيله مند يو چې د بيرته ستنيدا بهیر به د نوامبر مياشتي له نيمايي څخه پيل کړو.» هغه زياته کړه: «دا لومړی پړاو دی.»

د ميانمار د بهرنيو چارو وزارت دايمی استازي مينت تهو هم هيله څرګنده کړه او وې ويل چې دواړه اړخونه پر يوه «پريکړنده» پلان سره سلا شوي او د بيرته ستنيدا بهیر به په راتلونکې مياشت کې پيل شي.

نوموړي په دې اړه خبريالانو ته وویل: «موږ خپله سياسي اراده، انعطاف او امکانات وښودل تر څو وشو کړای د بيرته ستنيدا بهير د امکان تر حده له ټاکلې مودې څخه دمخه پيل کړو.»

خو ډیر روهنګيايان میانمار ته له تلو څخه ويره لري. د بيلګې په توګه دوي ويره لري چې ميانمار به ورته د تابعت د حق، روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي او د تگ راتگ د آزادۍ حقوق ور نه کړي. دا هغه حقونه دي چې د تيرکال تاوتريخوالو څخه دمخه هم روهنګيايانو ته نه وو ورکړل شوي.

ميانمار او بنګله ديش د روهنګيايي مهاجرو د بيرته ستنيدا توافق په داسې حال کې اعلانوي چې ملګرو ملتونو نژدې يوه اوونۍ مخکې خبرداری ورکړ چې په ميانمار کې د روهنګيا مسلمان لږکۍ «نسل وژنه» لا هم ادامه لري.

ملګرو ملتونو دغه راز ويلي دي چې ميانمار ته د روهنګيايي مهاجرو بيرته ستنيدل بايد د هغوی پخپله خوښه او په عين وخت کې په امن او عزت سره ترسره شي.