د رومانيا پوليسو د افغانانو په ګډون ۲۸ مهاجر نيولي دي
۱۳۹۶ مهر ۲۹, شنبهد رومانيا سرحدي پوليسو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړ چې د غيرقانوني مهاجرو يوه ۲۸ کسيزه ډله يې نيولې ده.
د خبرپاڼې په حواله، په نیول شويو کسانو کې ۹ ښځې، ۸ نارينه او ۱۱ ماشومان شامل دي. دوې د جمعې ورځ په سهار، هنګري پولې ته نژدې نيول شوي دي.
د رومانيا د سرحدي پوليسو آژانس ویلي دي چې دغه افراد د افغانستان، هند، ايران او عراق اتباع دي چې د رومانيا په کمپونو کې تر راجستر کيدو وروسته يې خپل هستوګنځايونه پريښي دي.
نيول شوي کسان اوس مهال د پوليسو تر تحقيق لاندې نيول شوي دي. له هغو څخه ځينو يې پوليسو ته ويلي دي چې دوی غوښتل ځانونه لويديځې اروپا ته ورسوي.
هنګري د اروپا د شينګن سيمې غړی هيواد دی خو رومانيا که څه هم د اروپا د اتحادیې غړیتوب لري، خو د شینگین په حوزده کې شامل نه دی. وروسته له هغې چې د تيرکال په مارچ مياشت کې اروپا ته د تلونکو مهاجرو پر مخ د بالکان لارې وتړل شوې، زياتره مهاجر هڅې کوي چې د نورو لارو له طريقه د اروپايي اتحاديې شينګن سيمې ته داخل شي.
اوس ډيری مهاجر اروپا ته د تلو په موخه، د آژه سمندرګي له لارې يونان ته د تلو پر ځاي، د تورې بحيرې له لارې چې اوږده او خطرناکه هم ده، کار اخلي. د رپوټونو پر اساس، مهاجر په اصل کې نه غواړي چې په رومانيا کې پاتې شي، بلکه دغه هيواد ته تر رسيدو وروسته ځانونه لويديځې اروپا ته رسوي.
Aj/rsh (APE)