د روسیې پوځي ښوونځي: «ماشومان په سنگرونو کې»
د روسیې په پوځي ښوونځيو کې ماشومانو ته د رياضي او تاريخ د زده کړې ترڅنگ د جنگي وسايلو د استعمال روزنه هم ورکول کيږي.د دې ښوونځيو موخه د دولت په نظارت او سرپرستۍ کې په پوځي مهارتونو د وطن دوست قشر روزنه ده.
روښانه راتلونکی
اوس که په روسيه يو څوک د خپلو اولادونو روښانه راتلونکې غواړي، نو هڅه کوي چې د هېواد د۲۰۰ پوځي ښوونځيو په يوه کې ورته د زده کړو زمينه برابر شي. په دې ښوونځيو کې هلکان او نجونه د دودیزو زده کړو ترڅنگ پوځي روزنه هم ترلاسه کوي. له دې ښوونځيو څخه فارغ ماشومان ډېر ښه امکانات لري.
د خپل وطن له پاره
په ښوونځي کې پوځي رسم گذشت: د روسیې حکومت په ۲۰۰۱م کال کې يوه پروژه په دې موخه چمتو کړې وه چې په ماشومانو کې د خپل هېواد سره مينه زياته شي. پوځي ښوونځي او نيمه پوځي کمپونه د دې پروژې برخې وې. که چېرې ماشومان په پوځي ښوونځيو کې د يوه عسکر په ډول پوځي پريډ کول غواړي نو دا یې له هېواد سره د مينې د احساس له پاره ډېر گټور ثابتېدلی شي.
يو لرغونی دود
د روسیې په جنوب ستاوروپول کې د يوه پوځي ښوونځي ماشومان د يوي پرتميني غونډې په ترڅ کې نوی درسي کال پېلوي. د جنرال يرملوف د دې ښوونځي په څېر نور پوځي ښوونځي په روسيه کې له پخوا راهيسې دود دي. د څار او ستالين د وختونو لوړ قشر په همدې ډول ښوونځيو کې روزل شوی ول. له همدې وجې په دې ښوونځيو کې د شامليدو سسټم ډېر سخت دی. يوازې ډېر ځيرک او په بدن تکړه ماشومان په دې ښوونځيو کې د شامليدو ښه چانسونه لري.
يرمولوف پوځي ښوونځي
يرمولوف پوځي ښوونځی (Yermolov Cadet School) په ۲۰۰۲ م کال کې جوړ شوی او د جنرال اليکسې پيترووچ يرمولوف نوم ورته ورکړل شوی دی. يرمولوف په نولسمه ميلادي پيرۍ کې د ناپولين پر ضد جگړه کې برخه اخیسته وه او په روسیه یې د جگړې د يوه اتل مقام خپل کړی دی.
نظم او انضباط
په دې ښوونځي کې درس ويل د شگو له مزله کم نه دی. که ماشومان غواړي چې بريالي او کامياب پوځيان وي نو بيا باید دوی سخته روزنه وويني. دلته زده کوونکو ته بوکس او د نورو جگړو او ځان ساتنې مهارتونه ور زده کيږي. سربيره پر دې ماشومان سخت ورزش هم بايد وکړي.
د وسلو زده کړه
پر سختو ورزشونو سربيره دې ماشومانو ته د وسلې د کارولو په هلکه هم معلومات ورکول کيږي. په دې ترڅ کې دوی ته د وسلو او بارودو په هلکه پوهاوی ورکول کيږي او پوځيان ورته په عملي توگه ښيي چې ډزې څرنگه کيږي.
هلته نجوني هم شته
په يرمولوف پوځي ښوونځی کې نجونې هم پوځي رزونه ترلاسه کوي. دوی هم د هلکانو په څېر کندي کني او په دې هکله معلومات ترلاسه کوي چې که په يوه ځنگله کې ورکې شي نو څرنگه خپله لاره پېدا کولی شي.
پراشوت
د دې ښوونځيو ماشومان نه يوازې بايد ځيرک او تندرست وي، بلکې زړور هم بايد وي. ډېر والدین چې په عادي ژوند کې کوچنيان له کومو کارو منع کوي، په پوځي ښوونځيو کې هغه عادي ورځنۍ چاره ده. په پراشوت سره له الوتکې رالوېدل یې يوه بيلگه ده.