1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

« د روسیې سره په اوسني حالت کي د سولي د خبرو مخالفت»

۱۴۰۱ دی ۶, سه‌شنبه

د جرمني د سوسیال ډیموکراټانو عمومي منشی، کیوین کیونرت د روسیې سره په اوسني حالت کي د سولي د خبرو او معاملې مخالفت کړی دی.

https://p.dw.com/p/4LSe7
Deutscher Katholikentag in Stuttgart
انځور: Marijan Murat/dpa/picture alliance

هغه نن سه شنبه الماني دوهم ټلویزوني چینل ته ویلي دي، « هغه لحظه، چي اوکراین ورباندي د سولي معامله باید وکړي، هغه به راورسیږي». خو« شرایط لري: اوهغه د اوکراین ارضي تمامیت او داچي روسیې ته باید واضح سي، چي خپلو جنګي اهدافو ته نده رسیدلې». 
کیونرت همدارنګه وویل، چي د اوکراین سره هم په حقیقت کي پدې هدف نظامي کومکونه کیږي، چي هغوی وروسته د یوې عادلانه سولي پر سر معامله وکولای سي. 
خو د سوسیال ډیموکراټانو د بل اییتلافي ملګري حزب، لیبرال ډیموکراټانو د فراکسیون مشر، رولف موتڅنیش په تیر کریسمس اختر ورځو کي په المانۍ ورځپاڼي (تاڅ- taz ) کي پردې باندي انتقاد کړی ؤ ، چي په جرمني کي ډیپلوماسي په « انعکاسي ډول ردیږي» یعني ژر یې په مقابل کي عکس العمل ښکاره کیږي، خو په خبره یې ډيپلوماسۍ دا معنی نلري، چي د « پوتین سره بیله قید او شرط څخه خبري وسي او یا حتی د اوکراینیانو پرسر معامله وسي».