د روسيې پوځي مکتبونه، کوچنيوالی په سنگرونو کي
په کوچنیوالي کي هر څه ښه زده کیږي. د روسیې په «حربي ښوونځیو» کي کوچنیان د ریاضي او تاریخ ترڅنگ له جنگي وسلو سره چلند هم زده کوي. هدف د دولت په ملاتړ او د وطن پرستۍ په روحیه فوق العاده نظامي زده کړي دي.
زما د ماشوم له پاره هرڅه فوق العاده
هر څوک چي غواړي په روسیه کي د خپلو اولادونو د ښه راتلونکي له پاره زمینه برابره کړي، نو خپل کوچنیان بايد په روسیه کي د دغو څه د پاسه۲۰۰ نظامي ښوونځيو، یوه ته واستوي. په دغو ښوونځیو کي د نورو عادي مضامینو تر څنگ، نجونو او هلکانو ته پوځي زده کړي هم ورکول کیږي. هر هغه څوک چي دغه ډول زده کړې په بریالیتوب سره پای ته ورسوي، نو د چانسونو ډیري دروازې به ورته پرانیستي وي.
د پلرني ټاټوبې له پاره
په پوځي ښوونځی کي رسم گذشت: د روسیې دولت په۲۰۰۱م کال کي د زده کړي یو پروگرام جوړ کړ چي له مخي یې کوچنيان د وطنپرستۍ په روحيې پکښې په خاص ډول روزل کيږي.
ښوونځي ته د دشاملیدو یو بل ډول
د روسیې په جنوب ستاوراپول کي دغه زده کوونکي د یرمولوف په نظامي ښوونځي کي په رسمي محفل سره خپل درسونه پیلوي. په روسیه کي دغه ډول ښوونځي یوه زړه عنعنه لري. حتی د څار او ستالین د امپراطورۍ پر وخت لا دلته د هیواد فوق العاده شاگردان روزل کیدل. له همدې کبله یوازي باستعداده او ورزشکاره کوچنیان په دغه مکتب کي د شاملیدو چانس لري.
د یوه پخواني جنرال روح
د یرمولوف د نظامي مکتب بڼسټ په ۲۰۰۲م کال کي ایښودل سوی او په دې ډول د جنرال الکسي پیتروویچ یرمولوف په نامه نومول سوی دی. یرمولوف په نولسمه پیړۍ کي د ناپیلیون پرضد جگړه پرمخ بیوله او د یوه جنگي اتل په سترگه ورته کتل کیږي. که ددغه اتل نوم ورسره وي او که نه، د نوموړي ښوونځي فارغین بیا هم د روسیې په پوځ کي د شاملیدو ښه چانسونه لري.
دسپیلین او ښه تمرین
د یوه جنگي اتل لقب د تر لاسه کولو له پاره یوه سخته لار په مخ کي ده. ددې له پاره چي له کمزورو کوچنیانو څخه پياوړي افسران جوړ سي، نو سختو تمرینونو ته اړتیا سته. دغه کوچنیان د روسيې په جنگي ځایونو کي شاملیږي ترڅو هلته څو ورځني سخت تمرینات وویني. لکه دلته د یوه نظامی کلوب په انگړ کي.
کوچنیان باید ویشتل وکولای سي
د سخت جسمي تمرین ترڅنگه، له وسلو سره چلند هم د مهالویش یوه لویه برخه جوړوي، حتي په تفریح کي هم. په داسي حال کي چي نور کوچنیان په تفریح ځایونو کي سره راټولیږي او لوبي کوي، ددغه نظامی مکتب کوچنیان بیا دلته د وسلو سره د چلند تمرینونه کوي.
نجونو ته هم ښه راغلاست ویل کیږي
د یرمولوف په نظامي ښوونځي کي د ښځینه زده کوونکو له پاره هم د زده کړو امکانات سته. هغوی هم د خپلو نارینه زده کوونکو په ډول، په نظامي تمرینونو کي برخه اخلي او په جگړه ایز حالت کي د چلند زده کړي ورکول کیږي. همدارنگه د دفاعي سنگرونو جوړیدل او په ځنگلونو کي د ژوندي پاته کیدو تمرینونه ورول کیږي.
د پراشوت تمرين
د نظامي ښوونځي دغه هلکان باید تکړه، هوښیار او باجرأته وي ترڅو د یرمولوف له ښوونځي څخه د فراغت سند تر لاسه کړي. هغه کارونه چي ښايي نور میندي او پلرونه یې خپلو کوچنیانو ته د کولو اجازه ور نه کړي، دلته د درسي پلان یوه برخه جوړوي. د مثال په ډول د پراشوت په مرسته ځان اچول هم د سرتیرو د ژوندانه یوه برخه ده.