1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې-ناټو په غونډه کي د افغانستان په اړه بحث تود وو

۱۳۹۶ آبان ۵, جمعه

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهوررئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف په بروکسل کي ويلي دي چي د لوېديځ هغه تور چي روسيه له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي هيڅ اساس نه لري.

https://p.dw.com/p/2mbta
Brüssel NATO Rat PK Gruschko Kabulow
انځور: DW/I. Sheiko

په بروکسل کي د پنجشنبې په ورځ د روسيې شورا او ناټو ترمنځ غونډه کي پر نورو سربيره دواړو اړخونو د افغانستان د وضعيت په اړه هم بحث کړی.

په دغه غونډه کي د ناټو ځينو غړو د روسيې له خوا په افغانستان کي د وسله والو طالبانو د ملاتړ راپورونو په برخه کي ځيني پوښتني راپورته کړي وې چي د افغانستان له پاره د روسيې د جمهوررئيس ځانگړی استازی ضمير کابلوف يې بې اساسه بولي. هغه تر غونډي وروسته انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي چي «بې له خبرو د دې تورونو په اړه هيڅ شواهد نه ول.»

هغه زياته کړه: «موږ بيا په ورته وخت کي په افغانستان کي د بې نومه او نښانه څرخۍ الوتکو د فعاليت په اړه راپورونه چي داعش ته وسلې او مهمات ورغورځوي پوښته وکړه.» هغه وويل: «په دې اړه موږ جواب ترلاسه نه کړ. اوس نو موږ په دې پوهيږو چي دغه د وسله والو طالبانو د ملاتړ جعلي تورونه زموږ د لوېديځو همکارانو څخه د جواب په توگه حساب کړو.»

خو په ورته وخت کي د ناټو يوه چارواکي تر غونډي وروسته ژوناليستانو ته ويلي دي چي په غونډه کي د بحث پرمهال دواړو اړخونو په افغانستان کي د ترهگرو ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

د ناټو او روسيې ترمنځ اختلافات پر ځای پاته دي

د ناټو مشر د پنجشنبې په ورځ وویل چي د روسیې او ناټو ترمنځ غونډې وروسته هم اختلافات پر خپل ځای پاته دي.

د سړې جگړې تر پای ته رسېدو وروسته د روسیې او ناټو تر منځ اړکي په ۲۰۱۴م کال کي خپل تر ټولو ترینګلي حالت ته ورسېدلې. روسیې په ۲۰۱۴م کال کې د اوکراین کریمیا سیمه ونیوله او هغه یې له خپل هیواد سره یو ځای کړه. مسکو همداراز د اوکراین د بېلتون غوښتونکو ملاتړ ته دوام ورکړ.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ، د پنجشنبې په ورځ وویل: «ناټو او روسیه اوس هم د اوکراین د موضوع په اړه بنیادي اختلافات لري.» هغه زیاته کړه: «دغه شخړه اوس هم د یورو-اتلاتیک سیمي پر امنیت او ثبات باندي اساسي اغیزه لري».

ستولتنبرګ روښانه کړه چې د اوکراین وضعیت اوس هم «ماتیدونکی دی» ځکه د اوربند د ماتولو پیښي دوام لري. د ناټو د دغه تر ټولو لوړپوړي چارواکي په خبره اوس هم درنې وسلې د شخړي کرښې ته نزدې ځای پر ځای دي. هغه تائيد کړه چې د ناټو متحدینو همداراز د روسیې د وروستي پوځي مانور د پراخوالي په اړه هم بحث وکړ. روسیې او سپيني روسيې په سپتمبر میاشت کې د ایستونیا د پولې په ۱۰۰ کیلومتري کې پراخ پوځي تمرینات وکړل.

روسیه وایي چې د دغو پوځي تمریناتو له پاره یې د نړیوالو قواعدو له مخې۱۳۰۰۰ ځواکونه برابر کړي ول، خو د ناټو ځيني غړي بیا وايي چې په تمریناتو کي تر دې ډیر سرتیري موجود ول. ستولتنبرګ وویل چې ناټو روسیي استازو ته په ډاګه کړه چې د دغو تمریناتو کچه تر هغه چې روسیې ویلي ول ډيره ده.