د روسيې سمندري ځواک ته ۲۶ نوي جنگي بېړۍ ورکول کيږي
۱۳۹۷ مرداد ۸, دوشنبهد روسیې ولسمشر د یکشنبې په ورځ په سنت پیترسبورګ کې د دې هیواد د سمندري ځواکونو د ورځي د لمانځني پر مهال وویل چې روسیه به په روان کال کې دې ځواکونو ته ۲۶ جنګي بیړۍ او نورې کښتۍ ورکړي.
هغه وویل: «په ټوله کې به په ۲۰۱۸م کال کې سمندري ځواکونو ته ۲۶ نوې جنګي بیړۍ، موتور لرونکي کښتۍ او نوري کښتې ورکړل شي چې داسې جنګي کښتۍ به هم پکښې شاملې وي چې په کالیبر ډوله کروز توغندیو سمبال دي.»
کالیبر کروز توغندي تر دې مخکې د روسیې د پوځ له خوا د سوریې په جګړه کې کارول شوي دي او د دې وړتیا لري چې د ځمکې سطحې ته ډیر نزدي حرکت وکړي او ځان د ځمکې د سطحې له لوړو بچ کړي. له همدې کبله دغه توغندي له هوایي دفاعي سیستمه هم تیریدای شي.
پوتین په خپلو خبرو کې د هغو کسانو ستاینه هم وکړه چې د روسیې د بیړیو جوړولو په سکتور کې کار کوي. د پوتین په خبره اته کښتۍ لا وختي سمندري ځواکونو ته ورکړل شوې دي. پوتین دا ژمنه هم وکړه چې د سمندري ځواکونو د پیاوړتيا او عصري کولو لړۍ به همداسې دوام پیدا کړي.
زموږ له ارشيف څخه: