د روتردام په نوې بڼه جوړې شوې ښار کې چکر
روتردام د هالند په هغو ښارونو کې مخکښ دی چې ودانۍ يې د معمارۍ په نوې بڼه جوړې شوي دي. په دې انځوريز البوم کې به د دغه ښار او د ښار د يو شمیر ودانيو د خصوصياتو په اړه يو څه ولولئ:
د روتردام ښار ښکلې ودانۍ د دغه ښار د نوي تاريخ او مدنيت ښکارندويي کوي. که تاسو روتردام ته سفر کوئ نو کولائ شئ د هالند د معاصر هنري آثارو څخه نيولي د تر ټولو زړو آثارو له موزيمونو څخه په کې ليدنه وکړئ.
د هالند د روتردام پوهنتون Erasmus University Rotterdam، د دغه هيواد يو د مهمو تحصيلي بنسټونو څخه یو دی.
د دغه ښار د ځانګړو ودانيو څخه يو هم مکعبي کوټې دي. د دغو ودانيو د ډيزاين جوړونکی هالندی مهندس، پيت بلوم دی.
دغه ودانۍ د يوه کلي په څير د ښار په منځ کې جوړې شوي دي، چې هره ودانۍ يې د يوې ونې سمبول دی. خو دا چې په مکعبي بڼه او په ۴۵ درجه زاويې رغول شوي، د کوټې د فضا له يو څلورمې برخې څخه يې کار نه اخیستل کيږي.
د روتردام ښار ته د اروپا دروازه هم وايي. دا په دې دليل چې په اروپا کې د يو ډير ښه استراتيژيک موقعيت څخه برخمن دی.
په روتردام کې د نورو اروپايي ښارونو په څير ډير مشهور فيستوالونه هم ترسره کيږي. د دغه ښار يو نامتو فيستوال د پسرلي فستيوال دی چې د هند د هولي یا رنګونو جشن سره ورته والی لري. دغه جشن د هر کال په مارچ مياشت کې ترسره کيږي چې خلک د رنګونو په اغوستولو سره، یو بل ته د پسرلي رسيدلو مبارکيانې ورکوي.
د هالند روتردام د آلمان د کولن ښار ورور ښار هم بلل کيږي.