1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د راې اچوونې پای؛ ټاکنې له امنیتي پیښو، فني ستونزو سره مل وې

۱۳۹۸ مهر ۶, شنبه

د ټاکنو کمیسیون چارواکو د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د ولسمشریزو ټاکنو د رایې اچونې د بهیر د پای اعلان وکړ. د رایې اچونې پروسه چې د یو شمیر امنیتي پیښو سره مل وه د سهار په اوو بجو پیل او په پنځو بجو پای ته ورسیده.

https://p.dw.com/p/3QPfM
Präsidentschafts-Wahlen in Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر میاشتې په ۲۸مه نیټه) افغانان د رایې اچونې مرکزونو ته ولاړل او د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو له پاره یې رایې وکارولې. که څه هم دغه پروسه له یو شمیر چاودنو سره مل وه، خو بیا هم د تیرو ولسمشریزو ټاکنو په پرتله په کې د بریدونو او چاودنو کچه ټیټه وه.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستاني، په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د دغې پروسې د رسمي پای اعلان وکړ. هغې وویل: «د ولسمشرۍ دغه ټاکنې د تیرو ۱۸ کلونو په ترڅ کې تر ټولو منظمې او شفافې ترسره شوي دي.»

هغې همدا راز په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ننګونو سربیره دغه پروسه په پنځو بجو پای ته ورسیده او یوازې د رایې اچونې هغه مرکزونه به پرانیستي پاتې وي چې رای اچوونکي په کې د انتظار په حال کې دي. میرمن نورستانۍ په خپلو خبرو کې همدا راز یادونه وکړه چې له وړاندې نه د رایې اچونې د ټاکل شویو ټولو مرکزونو له ډلې څخه ۹۸ سلنه یې پرانیستي وو او ویې ویل چې د رایې اچونې د مرکزونو ۹۹ اعشاریه ۸ فیصده کارمندان په خپل وخت په مرکزونو کې حاضر ول.

میرمن نورستانۍ د رایې اچونې مرکزونو ته د حساسو او غیر حساسو مواد د انتقال په هکله وویل چې د رایې اچونې په ۹۶ سلنه مرکزونو کې دغه مواد له وړاندې نه موجود وو.

تخنیکي ستوزې

په ورته وخت کې د تیرو پارلماني ټاکنو پرمهال د بایومتریک آلو کارونې ګڼ شمیر انتقادونه راپارولي وو. په تیرو پارلماني ټاکنو کې یا هم د کمیسیون کارمندان د دغو دستګاوو په فعالولو کې پاتې راغلي وو او یا هم د تخنیکي ستونزو له کبله له دغو دستګاوو کار نه وو اخیستل شو. نورستانۍ په خپلو خبرو کې وویل چې د رایې اچونې په ۹۸ اعشاریه ۹ فیصده مرکزونو کې له بایومتریک آلو څخه کار اخیستل شوی او دا چې دغه آلې په دغو مرکزونو کې موجودې وې.

د کارپوهانو په باور نا امني او د طالبانو ګواښونه د دغو ټاکنو پر وړاندې له اصلي خنډونو څخه وو خو میرمن نورستانۍ بیا وویل چې د رایې اچونې په ۹۹ اعشاریه ۵ سلنه مرکزونو کې امنیتي ځواکونو حضور درلود.

په عین حال کې په ټولنیزو رسنیو کې ډیر داسې انځورونه خپاره شول چې په کې په ټاکنیزو مرکزونو کې ستونزې ښول شوي دي. رای ورکوونکو د خپلو نومونو له نه موندلو، د بایومتریک دستګاو د نه او یا هم ناسم کار او نورو ستونزو له شتون څخه سر ټکولی دی.