1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د راتلونکو جګړو وژونکي ربوټونه؛ نړۍ له پاره نوی خطر

۱۳۹۸ دی ۲۸, شنبه

پر مختللي هيوادونه په ډيری چټکۍ سره د «وژونکو ربوټونو» د جوړولو په حال کې دي. په مصنوعي ذهن باندې سمبال دغه ماشينونه خپل اهداف په خپله پيدا او حمله پرې کوي. آيا په دې اړه د يو نړيوال قانون جوړيدو ته اړتيا شته؟

https://p.dw.com/p/3WP4x
Roboter Method 2
انځور: picture-alliance/Seung-il Ryu/NurPhoto

په اوسنيو جګړو کې د ډرون، ټانکونو، جنګي کشتيو او لويو توغنديو په څير د نيمه اتوماتو وسلو کارول، يوه معمولي خبره ګرځيدلې ده. خو د انديښنې وړ خبر دا ده چې په راتلونکې کې کيدای شي دا هر څه بدل شي او د جګړو په نوعيت کې توپير رامنځ ته شي.

امريکا متحده ايالات، روسيه او اسرائيل اوس مهال د نهايي وژونکو او د بشپړ اتوماتو وسلو (ايل اې ډبليو اس) پر جوړولو باندې پانګونې کوي. خو ستونزه دا ده چې د دغو وسلو د استعمال او کنترول له پاره هيڅ بین المللي قوانین شتون نه لري.

د سره صليب د نړيوالې کميټې مشر، پيټر ماور چې په نړيواله کچه د قانونو د جوړيدو په برخه کې فعاليت کوي وايي: «پر دغو ماشينونو باندې په يو ډول نه يو ډول د انسانانو کنترول اړين دی. يوازې انسان کولی شي د جګړو پر وخت د دغو وسلو کارول او د هغو ځواک په نظر کې ولري.»

پيټر ماور د جينوا د ۱۹۴۹ کال تړون ته اشاره کوي. د دغه تړون موخه د جګړو پر وخت د ښاري سيمو حفاظت او عامو انسانانو ته مرسته رسول دي. ماور وايي چې د نوو جګړو له پاره هم د يو قانون جوړيدل ضروري دی.

د پوځي چارو کارپوهان وايي چې د «وژونکو ربوټونو» خبره به د اوس په څير يوازې په ساينس فيکشن فلمونو او ګيمونو کې نه وي خلاصه شوي، بلکې هغه په راتلونکو څو کلونو کې په جګړو کې وکارول شي. ويل کيږي چې په راتلونکې کې به د دې امکانات وي چې يوې سيمې يا ښار ته په يو ځل ګڼ شمير ډرون يا بې پيلوټه الوتکې واستول شي. دغه الوتکې به د دې وړتيا ولري چې يوازې په څو شيبو کې خپل اهداف په نخښه کړي.

د بخښنې نړيوال سازمان په دې برخه کې په کال ۲۰۱۹ کې د نړۍ په ۲۶ هيوادونو کې يوه سروې ترسره کړې وه چې په هغې کې د سروې ۶۱ سلنه ګډونوالو د بشپړو اتومات وسلو د جوړيدو پر ضد خپلې راېې ورکړې وې.