1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویچه ویله ۶۵ کلیزه او د رسنیو پر آزادۍ د میرکل ټینګار وکړ

۱۳۹۷ خرداد ۱۵, سه‌شنبه

د دویچه ویله د کلیزې په مناسبت له درواغو خبرونو یا «فیک نیوز» سره مبارزه او تر بریګزیت وروسته د اروپا د یوې رسنۍ په توګه نوی نړیوال رول، د بحث مهم موضوعات وو. په دې مراسمو کې میرکل او د پارلمان استازي هم موجود وو.

https://p.dw.com/p/2yz94
Festakt "65 Jahre Deutsche Welle"
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

هغه مهال چې په ۱۹۵۳م کال کې دویچه ویله خپلې خپرونې پیل کړل، د آلمان د دې نړیوالې رسنۍ وظیفه د نن په پرتله ډیره ساده او آسانه وه. هغه مهال دویچه ویله په لنډو څپو د آلمان یواځینۍ راډیو وه خو اوس د آلمان دغه نړیواله رسنۍ په یوه ملتيمیډیا رسنۍ بدله شوې چې د تلویزیون، رادیو، انترنت او ټولنیزو رسنیو له لارې د ټولې نړۍ په کچه د ۳۰ ژبو ویونکي شاوخوا ۱۷۵ میلیونه کسان تر خپل پوښښ لاندې لري.

د دویچه ویله دنده یوازې د معلوماتو خپرول او نشرول نه دي، بلکه د دې پرځاي دویچه ویله د درواغو خبرونو له خپرولو «فیک نیوز»، د نفوذ او په ټوله نړۍ کې د شته درواغو پر ضد مبارزه کوي.

همدا نن د سه شنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۵ نیټه» د آلمان په پلازمینه برلین کې د دویچه ویله د ۶۵مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې دقیقا همدا پورته ذکر شوي ټکي د صدراعظمې انګلامیرکل د وینا مهم ټکي وو.

Talk zum Thema „Deutsche Welle als Garant für Presse- und Meinungsfreiheit“ beim Festakt 65 Jahre DW mit Bundeskanzlerin Angela Merkel
انځور: DW/J. Roehl

په دې غونډه کې خبریالانو او د پارلمان استازو ته په خطاب کې میرکل وویل: «که چیرته موږ د تحریف او د درواغو خبرونو چې خلک یې د خپرولو هڅې کوي مخالفت نه وو کړی نو موږ به له داسې یوه حالت څخه لیرې نه وو چې پکې سرکوبي او د حقایقو جعل یا دروغ کول ښه کار ګڼل کیږي.» نوموړې وړاندې زیاته کړه چې له همدې کبله زه غواړم ستاسې له کارونو ستاینه وکړم.

د نوموړې تر وینا وړاندې، میرکل د دویچه ویله د روسیې له څانګې سره خبرې وکړې. د دویچه ویله د روسیې څانګې د انترنت له پاره د ویډیو ګانو داسې یوه لړۍ پیل کړې چې پکې د انترنت کاروونکو ته په ځانګړې توګه ځوانانو ته دا ور زده کوي چې څرنګه پر انترنت خپاره شوي ناسم او نفوذي معلومات وپیژني. د دې ویډیو ګانو په لړ کې یوه هم  دا ښيي په قزاقستان کې فضا ته د یوه ناکامه توغندي لیږلو انځورونه څرنګه په اوکراین کې د توغندیزو بریدو پرځای کارول کیدل. په روسیه کې تر خپریدو وروسته دغه ویډیو په لومړی میاشت کې ۱،۳ میلیونه ځلې ولیدل شوه.

په داسې یوه وخت کې چې د پروپاګند مختلف ډولنه د پراخیدو په حال کې دي، د دې غونډې ویناوالو په وار وار سره د حکومتي رسنیو پر ځای د حکومت له لوري تمویلیدونکو رسنیو لکه دویچه ویله پر موجودیت ټینګار کاوو چې اساس یې د پرانیستوب پر ارزښتونو او دیموکراتیکي ټولنې ایښی دی او کوم چې تر نورو ډیر مهم دي.

د دویچه ویله عمومي مشر پیټر لمبورګ وویل: «په جګړو او کړکیچونو کې خلک په ځانګړې توګه موږ ته مخ را اړوي.» لمبورګ د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې دوی «خلک» پوهیږي چې دوی ته به هر اړخیز معلومات په ریښتیني او با اعتماده توګه ورسول شي. د اتوکراتانو یا ټول واکانو په نظر کې بیا موږ خطرناک یو.»

Festakt 65 Jahre DW mit Bundeskanzlerin Angela Merkel
انځور: DW/J. Roehl

د نړۍ له پاره اروپايي غږ

د دویچه ویله د کلیزې په مناسبت په دې غونډه کې میرکل او هم پیټر لمبورګ د یوې اروپايي رسنۍ په توګه د دویچه ویله پر ارزښت تینګار وکړ کوم چې د بریګزیت په رسیدو سره مخ پر پراخیدو دی او« بي بي سي» نور د اروپايي ټولنې د یوې رسنۍ په توګه خپل موقف لږ تر لږه د نوم له پلوه له لاسه ورکړی دی.

په وروستیو کلونو کې دویچه ویله ستر او پراخ بدلونونه رامنځ ته کړي او خپل تمرکز یې تر ډیره پورې د انګلیسي ژبې پر مطالبو هم ډیر کړی او په دې ترتیب یې په ټوله نړۍ کې د خپلو لوستونکو، لیدونکو او اوریدونکو شمیر هم پراخ کړی دی.

د دې یوه ښه بیلګه د دویچه ویله د نوې بڼې ژورنالیزم دی کوم چې د «ایکو افریقا» په نامه د چاپیریال ساتنې په پروګرام کې لیدل کیږي. په دې خپرونه کې د افریقا او اروپا په کچه د چاپیریال اړوند یو لړ ستونزې مطرح کیږي او بیا ورته حل لارې موندل کیږي. په راتلونکې کې دویچه ویله پلان لري چې دغه پروګرام فرانسي او پرتګالي ژبو ته وغځوي.

میرکل بیا د دغې خپرونې په تړاو په خپلو خبرو کې په اشارې کولو سره وویل: «زه فکر کوم چې دا ډیر ښه کار دی چې تاسې له افریقا څخه د چاپیریال په هکله یوه خپرونه تولیدوي کوم  چې موضوعاتو ته د افریقا لید هم څرګندوي.»

د دویچه ویله عمومي مشر له فرصت څخه په ګټه اخیستنه د دویچه ویله د ترکي تلویزیون د پیلولو د ملاتړ غوښتنه وکړه  او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د انقرې د اوسني حکومت په هکله ځینې سخت ټکي هم وکارول.

DW-Intendant Peter Limbourg beim Festakt 65 Jahre DW mit Bundeskanzlerin Angela Merkel
انځور: DW/J. Roehl

لمبورګ وویل: «موږ باید لا ډیر کار وکړ. په ترکیه کې، په دغه ښکلي هیواد کې چی موږ آلمانان ورسره بیلابیلې اړیکې لرو، هلته اوس نور هیڅ راز د رسنیو آزادي موجوده نه ده. که چیرته موږ خپل ماموریت په جدي توګه ونیسو، نو بیا په دې برخه کې عاجل اقدام ته اړتیا ده.»

د غونډې ویناوالو د دویچه ویله د ځینو هغو اقداماتو ستاینه هم وکړه چې پر مټ یې له بهرنیانو سره د آلماني ژبې په برخه کې مرسته کیږي. دوی همدا راز د دویچه ویله د اکاډمۍ له هڅو هم ستاینه وکړه کوم چې بهرني ژورنالیستان او خبریالان په برلین او د دوی په خپلو هیوادونو کې تر اروزنې لاندې نیسي.

د وتلو څیرو مبارکیانې

د دویچه ویله د ۶۵ کلیزې په مناسبت په برلین کې دغه غونډه د نړۍ د یو شمیر سیاسي وتلو څیرو په مبارکیانو سره پای ته ورسیده. په دې څیرو کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي نیولې د روسي لیکوال الکزاندر سولزهینیتسن کونډه، د کیف له شاروال نیولې بیا د سوک وهنې د پخواني قهرمان ویټالي کلیتشوکو پورې او آن د اروپايي ټولنې د مشر ژان کلواده یونکر پورې وتلې سیاسي څیرې شاملې وې.

د نړۍ ځینو مشرانو د دویچه ویله د ۶۵مې کلیزې مبارکې ویلي

په دې غونډه کې ټولو ویناوالو د سړې جګړې پرمهال د غربي معلوماتو د سرچیني له پاره د دویچه ویله پر رول هم خبرې درلودې. د دویچه ویله مشر پیټر لمبورګ په واضح توګه د آلمان د تاریخ د تیارو څپرکیو په اړوند د دویچه ویله مسوولیت قبول کړ. لبمورګ په دې هکله وویل: «د آلمان د پیژندې یوه برخه د شپږ میلیونه اروپايي یهوداونو وژل په یاد لرل هم دي.» هغه زیاته کړه چې موږ په دې هکله هم تیر وخت کې ډیر ځله رپوټونه خپاره کړي او په راتلونکي کې به هم دې کار ته ادامه ورکړو. پرې دغې مسئلې باندې نه عوامپاله او نه هم سخت دریځي زموږ دریځ ته بدلون ورکولی شي.

د ۶۵ کلونو راهیسې دویچه ویله هڅه کړې چې له نړیوال کیدو او غربي دموکراسۍ سره هم خپل ځان برابر کړي او هم یې یو مثال اوسي. په داسې یو وخت کې چې له ۱۹۵۳م کال راهیسې وضعیت د ټولې نړۍ په کچه ډیر زیات بدلون موندلی، د آلمان اوسني حکومت ژمنه کړې چې د دې هیواد د بهرنۍ نړیوالې رسنۍ تمویل ته به پراختیا ورکړي.