1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویچه ویله په گلوبال میدیا کې پر نړيوالي نابرابرۍ بحثونه

۱۳۹۷ خرداد ۲۲, سه‌شنبه

د دویچه ویله د گلوبال میدیا د یولسم فورم چې نن په بن کې پرانیستل شوو، د مختلفو بحثونو موضوع«نړیوالي نابرابرۍ» ټاکلي شوي دي. په دغه فوروم کې څه ناڅه ۲۰۰۰ نړیوال برخه وال بحث کوي چې رسنې له دغې پدیدې سره څه ډول چلند وکړي.

https://p.dw.com/p/2zHsE
Global Media Forum GMF 2018

د دویچه ویله د «گلوبال میدیا» په سږنۍ درې ورځنۍ غونډه کې د «نړیوالي نابرابرۍ» په هکله په ځانگړې توگه بحثونه کیږي. دغې غوڼدې ته د نړې له ۱۲۰ هیوادونو څخه څه ناڅه ۲۰۰۰ کسان رابلل شوي دي.

دا د آلمان د نړیوالو رسنیو یو ستر کنفرانس بلل کیږي. د دویچه د رئیس پیتر لیمبورگ په خبره په همدې وجه «د گلوبال میدیا فورم په خپل ډول کې د نړۍ د بیلابیلو ژورنالیستانو او دغه راز په ټوله نړۍ کې زموږ د پارتنرانو د میدیايي منجرانو او خلکو له پاره چې د رسنیو او د مطبعاتو د آزادۍ له پاره کار کوي، هغه یوه غونډ ده چې کولای شي خپل نظریات سره تبادله کړي.» لیمبورگ وايي: «د گلوبال میدیا فوروم هرکال ښیي چې دویچه ویله څومره زیات اړیکې او ارتباطات لري. موږ د نظریاتو له تبادلې او دیالوگ سره ډيره څه زده کولای شوو.»

«موبال تلیفون د بدلون وسیله»

د گلوبال میدیا د سمبالښت د چارو مسئولې، وریکا سپاسوفسکا وویل چې سږني فورم ته ډير زیات له پاکستان او بنگلدیش او دغه راز له افریقايی هیوادونو څخه د میدیا کارکونکو ځانونه راجستر کړي دي. په حقیقت کې دا هغوی دي چې د گلوبال میدیا د سږني فورم د محتوا مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. د گلوبال میدیا د فوروم د اداري چارو مدیر، گیدو شمیتڅ وویل: «د پراختیا په حال کې او د صنعتي کیدو په درشل کي هیوادونو څخه کابو ۱۰۰ تنه ژورنالیستان په دې غونډه کې برخه لري.»

Closing Ceremony Deutsche Welle Global Media Forum 2017
انځور: DW/H. W. Lamberz

هغه وویل چې په دې اړه «د المان د بهرنیو چارو وزارت څخه مننه کوي چې د دغو ژورنالیستانو له پاره یې د ویزو په ورکړه کې آسانتیاوې برابر کړي.» سربیره پر دې شمیتڅ د گلوبال میدیا او آلمان د ناردراین وستفالن ایالت تر منځ د پارتنرشيپ ستاینه وکړه چې «د رسنیو د دې ستر کنفرانس په بریالیتوب کې» مهمه وڼده اخلي.

د «نړیوالي نابرابرۍ» په هکله د گلوبال میدیا په کابو ۶۰ غوڼدو کې بحثونه کیږي. د بیلگې په توگه په سیاسي سطح کې د اروپا اتحادیې د «دیجيتالیي چارو» له کمیساري مریا گبرئیل سره په دې هکله بحث کیږي. آیا له افغان مخکښ سیاستوال پخواني ولسمشر حامد کرزي چې آن څو میاشتې مخکې له دویچه ویله سره په خپله یوه مرکه کې د افغانستان روان وضعیت ته یې د ټولو پام راواړه: په دې مرکه کې کرزي په خاصه توگه پاکستان او امریکا متحد ایالات د افغانستان د روان ناخوال وضعیت له پاره مسئول وگڼل.

په عملي سطح کې د نورو تر څنگ ژورنالیست یوسف عمر هم په دې فورم کې برخه لري. د «موبایل رپوټ ورکولو» دغه مخکښ  به روښانه کړي چې له موبایل تیلفون سره سړی څرنگه کولای شي چې د نړیوالي نابرابرۍ پر ضد مبارزه وکړي. عمر په یو مخکې له مخکې مرکه کې دویچه ویله ته وویل: «کله چې د لیکني بڼکه له تورې څخه پیاوړې وي، نو زه وایم چې موبایل تیلفون د بدلون وسیله ده.»

د دویچه ویله د عمومي رئیس له پاره تر ټولو مهمه دا ده چې «موږ په دې هکله سره بحث وکړو چې نابرابرۍ په کومو برخو کې موجودي دي، چیري نابرابري کابو عادي گڼل کیږي او سړی څرنگه کولای شي د هغو په مقابل کې عمل وکړي. حتی که چیري په نړۍ کې هیڅکله بشپړه برابري تر لاسه هم نه شي، خو موږ باید د ټولو د بنسټيزو حقوقو له پاره هڅه وکړو. په مشخصه توگه سړی باید پوښتنه وکړي چې دغه مسأله د ژورنایستانو په توگه زموږ د رپوټ جوړولو او رپوټ ورکولو له پاره څه اهمیت لري.»

How to break the internet with videos by mobiles and for mobile devices
انځور: DW/H. W. Lamberz

د دویچه ویل رئیس نه یوازي د گلوبال میدیا د فورم د پرانیستلو دنده پر غاړه لري، بلکي هغه وویل چې «زما له پاره په دې فوروم کې مهمه برخه د بیان د آزادۍ د جایزه ورکړه ده. او زه خوښ یم چې د اروپا په هکله له نوید کرماني سره خبري کوم.»

«خپلمنځي، مشارکتي او دیالوگ»

د گلوبال میدیا فورم د سمبالښت د چارو مسئولې سپاسوفسکا وویل، مهمه دا ده چې  په دې فورم کې په یو گڼ شمیر غوڼدو او بحثونو کې په «خپلمنځي، مشارکتي او دیالوگ» په شکل برخه وال له یو بل سره بحثونه کوي او خپل نظریات سره تبادله کوي. هغې وویل: « د دی هدف له پاره موږ د دیالگونو غوڼدې لرو چې د موضوع وینا کوونکی یا وینا کونکې د مخاطبینو سره نیغ په نیغ خبرو اته کښیني.»

د سوسیال میدیا یا ټولنیزو رسنیو یو تیم گومارل شوی چې یادونې، پوښتنې او نظریات د تویتر له لارې بحث ته وړاندي کړي. د دې کار اهمیت په دې کې دی چې د گلوبال میدیا فورم ټول بهیر په مستقیمه توگه د انترنت له لاري په ژوندۍ بڼه خپریږي. معنی دا چې:  څوک چې هم ونه توانیږي چې بن ته راشي، هغه کولای شې چې په مجازي توگه په دې کنفرانس کې برخه واخلي. سپاسوفسکا وویل:« تیرکال کابو ۴۰ زرو خلکو په ژوندۍ بڼه دغه کنفرانس وڅاره.»

د هغې د معلوماتو له مخې په دې فورم کې نوې خبره دا ده چې د کنفرانس په دریمه ورځ، د«نابرابرۍ» موضوع څخه برخه وال بیلیږي. دریمه ورځ د «میدیا د نوښت لابراتوار ورځ» ته ځانکړې شوې ده. په دې ورځ پر هغو ننگونو او چانسونو باندي بحثونه اوخبري کیږي چې د دیجتالیي میدیا له امله رامنځ ته شوي دي.

د گلوبال میدیا فوروم د راتلونکي په هکله د دویچه ویله عمومي رئیس د دغه کنفرانس وړاندي شوو موضوعاتو ته په کتو سره ډير خوشبین دي. خو هغه په عین وخت کې یادونه وکړه چې: «مهمه دا ده چې گلوبال میدیا فوروم تر دې نور هم وده وکړي څو کومې غوښتني چې موږ یې لرو، هغو ته ځواب ووايي. معنی دا چې: «گلوبال میدیا د رسنیو په یو مهم نړیوال کنفرانس بدل شي.»