د ویبلاگونو په سیالیو کې د رای ورکولو پیل
۱۳۹۱ فروردین ۱۵, سهشنبهپه ټوله نړۍ کې د انترنت کاروونکي کولای شي چې د خپلې خوښې انترنتي پاڼو ته رایې ورکړي. د ۳۲۰۰ ویبپاڼو او ویبلاگونو له ډلې څخه یوازې ۱۸۷ ویبپاڼې او ویبلاگونه د سیالیو وروستې پړاو ته غوره شوې دي.
دویچه ویله ټولې غوره شوې ویبپانې او ویبلاگونه په www.thebobs.com ویبپاڼه کې معرفي کړي دي. د انترنت کاروونکي کولای شي چې د خپلې خوښې ویبپاڼو ته رایې ورکړي.
تیره اونۍ له ټوله نړۍ څخه په یوولسو ژبو ۳۲۰۰ ویبلاگونه او ویبپاڼې د (The BOBs) سیالۍ ته وړاندې شول. دغه وببلاگونه او ویبپاڼې د شپږو موضوعگانو په اړه ول.
شپږ واړه موضوعگانې پر دې څرخي چې انسانان د رسنیو له لارې لو یو بل سره اړیکه ټینگه کړي او له دې لارې ټولنیز بدلونونه رامنځ ته کړي.
د سږ کال په سیالیو کې اصلې جایزه (Special Topic Award) د فرهنگ او ښوونې پورې تړلو موضوعگانو ته ورکول کیږي.
دویچه ویله په دغه برخه کې ویبلاگونه، پورتلونه او داسې ویدیویې انځورونه لټوي چې د زده کړې د حق د درلودلو، د روزنیز پروژو او د فرهنگونو تر منځ د خبرو اترو په برخو کې فعالیت وکړي.
سږ کال د دویچه ویله د ویبلاگونو په سیالیو کې نورې جایزې هم شاملې دي چې پکښې تر د ټولو ښه ویبلاگ، تر ټولو ښه ویدیویې کانال، د تکنالوژي تر ټولو ښه کارونه، تر ټولو غوره ټولنیز فعالیتونه او د بې سرحد خبریالانو له پاره یوه جایزه شامله ده.
د دویچه ویله د ویبلاگونو په سیالیو کې په عربي، بنگالي، الماني، فارسي، فرانسوي، اندونیزیایي، پرتگالي، روسي او اسپانیاوي ژبو ویبلاگونه شامل دي.
دویچه ویله د دغو سیالیو په لاره چولو سره او د هغو گټونکو ته د جایزو په ورکولو په ټوله نړۍ کې د بیان له آزادي څخه ملاتړ کوي.
حکم هیأت په شپږو برخو کې د ۲۰۱۲ کال د جون د میاشتې په ۲۶ نیټه د سیالیو گټونکو ته جایزې ورکوي. دغه جایزې د دویچه ویله د رسنیو د نړیوالې غونډې پر مهال د المان د بن په ښار کې ورکول کیږي.
دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم