1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د دوو ماشومانو د سره نښتو سرونو د جراحۍ کامياب عمليات

۱۳۹۹ تیر ۱۸, چهارشنبه

په ايټاليا کې دوه ماشومان چې سرونه يې سره نښتي وو، د جراحۍ يو ډير پيچلي عمليات په نتيجه کې له يو بله جلا کړل شول. د دغو دوه کلونو ماشومانو د جراحۍ عمليات کامياب ښودل شوي چې دوی ته يې د عادي ژوند کولو شرايط ممکن کړي دي.

https://p.dw.com/p/3exWZ
Italien Siamesische Zwillinge erfolgreich getrennt
انځور: picture-alliance/AP Photo/Bambino Gesu Hospital

دغه دوه ګونې خويندې ايرون او پريفينا نوميږي. دوی سره نښتي دنيا ته راغلي ول او د ډاکټرانو په وينا چې د وينو شريانونه يې هم ګډ ول چې په ګډه يې دواړو بدنونو ته وينه ورکوله. د دوی جراحي عمليات ډير خطرناک او پيچلی وو، خو جراحان وتوانيدل چې هغه په بريا سره پای ته ورسوي.

په ايټالیا کې د جراحۍ دغه عملیات په خپل ډول کې لومړنی عملیات دي چې د پلازمينې روم ښار په «ګيسو پيډياټرک روغتون» کې چې د واټيکان ملکيت دی، ترسره شوی دی. د طب داکټران وايي په دوو ميليونو ماشومانو کې يوازې په يوه مورد زيږون کې د دې امکان شته چې دوه ماشومان په نښتي سرونه سره دنيا ته راشي.

د ايرون او پريفينا له يو بل څخه د جلا کولو په عمليات کې ۳۰ تنو جراحي او نورو ډاکټرانو او نرسانو برخه اخیستې وه. دوی پر دغه عملیات ۱۸ ساعته کار وکړ.

Italien Siamesische Zwillinge erfolgreich getrennt
تر جراحي عمليات وروسته ايرون او پريفینا په جلا جلا توګه د خپلې مور په غيږ کېانځور: picture-alliance/AP Photo/Bambino Gesu Hospital

خو ډاکټران وايي چې د عفونت خطر لا اوس هم موجود دی او د دې اړتيا شته چې دغه ماشومان د څو اوونيو له پاره حفاظتي خوليانۍ پرسر کړي. ډاکټرانو هيله ښودلې چې دغه ماشومان به په راتلونکې کې عادي ژوند ولري.

د جراحۍ دغه عمليات د تيرې مياشتې (جون) په پنځمه ترسره شوی وو. اوس چې له هغه وخت څخه يوه مياشت تيره شوې، ډاکټرانو ويلي دي چې دواړه ماشومان له ښه روغتيايي وضعيت څخه برخمن دي.

دغه دوګونې نجونې د ۲۰۱۸م کال په سپتمبر کې د مرکزي افريقا هيواد له پلازمينې، بانګي څخه ايټاليا ته راوستل شوي وې.

د ايټالوي روغتون مشر، دغه ماشومان هغه مهال د بانګي ښار په يوه روغتون کې ليدلي وو چې هغه مهال يې د اعلاج په موخه د هغوې د مور او پلار سره ايټاليا ته راوستلي وو.

زياته شوې چې د ايرون او پريفینا د جراحۍ عملیات ځکه ډير سخت او پيچلی وو چې دواړو ګډ عصبي سیستم درلود. د روغتون په يوې اعلاميه کې راغلي دي چې په دغه عملیات کې تر ټولو لويه ستونزه د دواړو ماشومانو د وينو د رګونو ګډه شبکه وه چې د عملیات پر مهال ډير رګونه او د سر کاسې له يو بل څخه جلا کړل شوي دي.د اروپا په سطحه د تيرو شلو کلونو په جريان کې د جراحۍ دا ډول يوازې دوه کامياب عملیاتونه ترسره شوي دي.

دويچه ویله ا/م.ک.ص/ن.ز

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: